د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

په ژمي کې د "لاندي" د غوښې ارزښت او تاریخ


تاسې به د لاندي نوم حتمي اورېدلی وي. لاندی کول د افغاني ټولنې یو له هغو عنعنو څخه دی چې په افغاني ټولنه کې ډېر اوږد تاریخ لري.

د ژمي په سر کې د ټولو یخو سیمو اوسیدونکي هڅه کوي چې پسه حلال او لاندی وکړي.

ایا کله مو د لاندي غوښه خوړلې؟ او که چېرې مو نه وي خوړلې حتمي به مو زړه کیږي چې د لاندي غوښه وخورئ.

د ژمي موسم په راتګ سره د دغه موسم په پیل کې د یخو سیمو اوسیدونکي پسونه حلالوي او د همدغه پسه غوښه وچوي؛ کله چې غوښه وچه شي بیا یې په ژمي کې پخوي چې دغې چارې ته لاندی وايي.

لاندی په افغاني ټولنه کې سلګونه کاله سابقه لري چې د همدغې سابقې له مخې یې موږ د افغاني ټولنې د اصیلو عنعنو په دایره کې داخلوو.

موږ نننۍ خپرونه لاندي ته ځانګړې کړې؛ دلته یې اورېدلای شئ.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:24 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG