د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

ځوان محمد تنها ځان څنګه په یوه وتلي ساينسپوه بدل کړ!؟


محمد تنها هغه افغان ځوان ساینسپوه دی چې څه موده وړاندې يې د یو لړ ساینسي څېړنو په برخه کې د څلور څلوېښت هېوادونو د سایسنسپوهانو تر منځ د المان د فزيکوالو اتحاديې او هريوس بنسټ لخوا د کال غوره او لومړۍ جایزه وګټله. ننۍ تاندې څانګې مو د دغه ځوان له فعالیتونو او لاسته راوړنو خبروي.

ډاکټرمحمدرحمت الله تنها وايي چې کله ما په المان هېواد کې د اټومي انرژي په برخه کې خپلې څېړنې د پوسټر له لارې په یوه کلني کنفرانس کې وړاندې کړې او لومړۍ درجه مې خپله کړه نو د خلکو دې حېرانۍ -چې یو افغان ځوان نو څنګه داسې مقام خپل کړي- د خوښۍ پر ځای ناهیلی کړم، چې اخر دوی ولې د افغانانو په اړه دومره منفي نظر لري. خو بیا هم خوشاله وم او ما ورته ثابته کړې وه چې هو، یو افغان ځوان دا غوره جایزه تر لاسه کولی شي.

پر ځان باور، ټينګ عزم، له ستونزو سره مبارزه او خپل منزل ته ځان رسول د ښاغلي تنها ځانګړنې دي. ډاکټر محمدرحمت الله تنها چې ملګري، انډيوالان يې محمد تنها بولي د غزني د اندړو دی.

ماشومتوب کې د اکثره نورو افغانو ماشومانو په څېر له ګڼو اقتصادي، ټولنيزو او روحي ستونزو سره مخ و او د پلار له وفاته وروسته د کورنۍ مسؤلیتونه ورپه اوږه شول چې بیا نو کله د خپلو زده کړو تر څنګ د سړک په غاړه دوکاندارۍ ته مجبوره شو او کله هم ځینو نورو درنو کارونو ته.

له ماشومتوبه د ده استعداد په موږ دا منلې وه چې ډاکټر تنها به یوه ورځ لوړ مقام ته رسيږي. داسې څه د محمد تنها د ماشومتوب یو ملګری ډاکټر محسن حسن وايي.

محمد تنها په کابل پوهنتون کې د فزيک څانګه لوستې، په کادر کې تر فارغېدو وروسته هماغلته استاد مقرر شوی، د افغانستان د اټومي انرژۍ اداره کې يې د هستوي ټکنالوژۍ د ريئس په حیث کار کړی، په المان هېواد کې يې ماسټري کړې او اوس په هماغه هېواد کې د اټومي انرژۍ په برخه کې پخپله دوکتورا بوخت دی. ښاغلی تنها وايي چې زه د دوکتورا لپاره په کوم بوس نه یم تللی، بلکې هغوی زه د یوه اکاډميک کارکوونکي په توګه منلی یم، دی د خپلې جایزې په اړه وايي چې تېر کال يې هم د دې جایزې د ګټلو هڅه وکړه خو په هغه کال یوه الماني لومړۍ او یوې ایرانۍ نجلۍ دویمه جایزه وګټله، ده د سالمې سیالۍ له مخې له ځانه سره هوډ وکړ چې بل کال ته باید دا جایزه یو افغان وګټي. ښاغلی تنها وايي چې سږ کال زما د څېړنو پایلې د المان د فزيکوالو اتحاديې او هريوس بنسټ لخوا غوره او د لومړۍ جایزې وړ وبلل شوې.

ډير تفاوت دی په انسان کې د معنی په لحاظ
واړه لګیا دي ځینې ځان، ځینې جهان جوړوي

ښاغلی تنها د ځینو هغو غوندې ندی چې یوازې د ځان په غم اخته وي او نورو ته يې خیر نه رسيږي. دی د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې ځوانان په بهرنیو هېوادونو کې د زده کړو له چانسونو یاني له بهرنیو سکالرشېپونو خبروي، وايي کله چې کوم افغان ځوان یوه بهرني سکالرشېپ ته بریالی شي او په فیسبوک کې پیغام راته پرېږدي نو ذهني سکون مومم.

د ښاغلي تنها په اړه زما او د تاندې څانګې پر فیسبوک پاڼه ځينو ځوانانو نظرونه راته پریښي:

بسمل ځدراڼ د پکتیکا له ورژانه کلي لیکي: تنها صاحب مې هله وپېژاند چې په یوه خبر کې مې ولوستل (افغان ساینس پوه محمد تنها د څو هيوادونو په کچه لوړ مقام تر لاسه کړی دی). خوشاله شوم، د فيسبوک ملګری مې وخوت او اوس يې لیکنې لولم، چې تل په منطق ولاړې وي.

حضرت الله پکتین ليکي: استاد تنها د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې هم هېوادوالو ته ډير خدمتونه کړي دي، د افغانو ځوانانو لپاره د وړیازده کړو یا سکالرشېپونو اعلانونه خپروي، چې که کوم ځوان ته يې له دې لارې هم خیر ورسيږي او هغه په بهر کې د زده کړو موقع پېدا کړي چې دا ډير لوی کار دی. رفیع الله لمر هم دې ته ورته خبرې لیکلی.

سميع وحدت لیکي: تنها مې ملګری دی، هغه له موره یو او له پلاره تنها یاني یتیم پاتې شوی. خو د بري راز یې دا دی چې لویه حوصله لري. د ده ارمان و چې پخپله برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې وکړي چې له نیکه مرغه دغه ارمان يې هم په پوره کېدو دی. دی پخپل مسلک کې ځانګړی کادر دی. ځوانان دې د ده له همدې تنهايۍ زده کړي.

حقيق افغان ساپی: افغان ځوانان اوس په هغه کاروان کې شامل دي چې په نړۍ کې د یوه ساینسي انقلاب تکل لري او ښه بېلګه يې دغه ښاغلی (ډاکټر محمد تنها ) دی.

عبدالحنان ارمل لیکلي: په افغانستان کې ځينې ځوانان په دولت ضد جګړه بوخت دي، خو د استاد تنها دغه هڅې نړیوالو ته زموږ لخوا پيغام رسوي چې افغانان سوله غواړي، هر څوک باید په استاد تنها پسې اقتدا وکړي، چې جنګ دې ورک شي او موږ سوله غواړو.

سیرت نوري: استاد تنها له ماشومتوبه بااستعداده و، ښوونځی يې له اووم ټولګي پېل کړی، دی یوازېد افغانستان نه بلکې د آسیا اتل او ویاړ دی او د افغانو ځوانانو لپاره یو الګو ګرځېدلی.

نقیب احمد عزيزي لیکي: د ښاغلي تنها د کامیابۍ یو لوی راز دا هم دی چې له خپل مسلک سره سره لیکوالي هم کولی شي، زموږ د ساینسي عالمانو اکثره ستونزه دا وي چې د خپل فکر د بیان ژبه نه لري خو استاد تنها دا عیب هم نه لري.

اباسين بریال: د تنها په څېر ذهنونه او مټې به ډېرې وي خو یا فقر مات کړي او یا خپلې ټمبلۍ او په نیمه لار کې منزل ترې پاتې شوی. خو ښاغلی تنها روان دی، هدف يې اوږد دی او د سختيو په ګاللو کې بې ساری دی.

عرفان عصمت لیکي چې که چېرې افغان ځوانان څوک په کراره پرېږدي نو په ټوله نړۍ کې به اول وي، لکه محمدتنها.

وايي په یوه ګل نه پسرلی کیږي. ډاکټر محمد رحمت الله تنها وايي چې موږ باید کاروان ته حرکت ورکړو، په یوازې ځان څه نه کیږي نو ځکه زه پر دغو لارو د یوه تللي کس په توګه دا د نورو حق ګڼم چې خپلې تجربې ورسره شريکې کړم او ځینې لارښوونې ورته وکړم.

وحیدالله ساپی د ډاکټر تنها له شاګردانو څخه دی، هغه وايي چې که موږ ټول ځوانان د خپل دغه استاد پر پله پل کیږدو نو بریالي به یو.

ما ویل ځينې افغان ځوانان اقتصادي او امنيتي ستونزې ګرموي چې دوی له زده کړو پاتې کوي، خو محمد تنها وايي چې دا هسې د ځان تېرایستل دي، موږ باید د ستونزو پر ځای ځان ملامت کړو چې ولې مبارزه نشو کولی. ښاغلی تنها د هغو ځوانانو په اړه - چې وايي دغه هېواد موږ ته څه راکړي - وايي چې دوی باید ځان نقد کړي او ويې وپوښتي چې دوی دغه هېواد ته څه ورکړي دي؟ دی وايي چې په ټولنه کې د بدلون راوستلو لپاره باید پېل له ځانه وشي او هر ځوان ته په کار ده چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره په ځان کې مثبت بدلون راولي.

د ځوان افغان ساینسپوه ډاکټر محمد تنها په څېر ځوانان دې خدای ډیر کړي او د افغانو ځوانانو پر بریاو دې نړۍ همداسې حیرانه پاتې شي. ننۍ تاندې څانګې همدومره وه.

تاندې څانګې پر فیسبوک پېدا کړئ:

http://Facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډیو نورې خپرونې په دې انټرنټي پته موندلی شئ:

http://www.azadiradio.org

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://shafaqN@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:23 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG