د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۲

"نسواریان په نسوارو کولو سره ځان ته نوي غمونه ګوري"

کله چې له عملي کسانو سره د نسوارو، سګریټو او نورو نشه يي توکو په هکله خبرې وشي نو له غمونو ، دردونو او ستونزو نه د تښتې لاره نیشه بولي، خو په حقیقت کې داسې نه دي عمل ته مخه کول یې ژوند نور هم له کړاونو سره مخ کوي، دوي په دې خبره هغه وخت پوهیږي چې په یوه عمل اخته شي.

نسوار د نورو نشه يي توکو په څیر انسان داسې عملي کوي، چې بیا یې پریښودل سخت ورته ښکاري.

ځینو کسانو نه یوازې دا چې د نسوارو له امله ځان ته تاوان رسولي بلکې له کورنه بهر یې هم نورخلک ورسره په تنګ کړي دي.

هغه کسان چې نسوار کوي بیا که نورو ته خواړه یا چای برابر کړي میلمه یې د زړه له اخلاصه نشي خوړی، د خبرو کولو په وخت هم که چیرې نسوار په خوله کې ښکاره شي مقابل لوري بده مني.

رونشناسان هم وایي، چې د خلکو دا خبره چې وایي د نسوارو په کولو سره خپلې ستونزې کموي سمه نه ده، په نسوارو سره ځان ته نوی غمونه ګوري.

نسوار تر ټولو زیات له صحي پلوه انسان ته تاوان رسوي د ډاکترانو په باورد خولې د سرطان لوی علت همدا نسوار دي.


لیکونکې فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:55 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG