وايي، چې ګیله له خپلو کیږي، کله چې د ملګرو ترمنځ هم مینه ډیره شي، نو بیا په وړو وړو خبرو یو له بله ګېلې کوي او سره مروريږي.
دوي فکر کوي، چې یا یې ملګری له ملګرتیا ستړی شوی او یا یې هم تر ده ښه ملګري پيدا کړي.
همدا راز وايي، شتمن هغه څوک نه دی، چې ډیر شته او مال دولت لري، بلکې هغه دی چې ډیر ملګري لري، خو دا متل به مو هم اوریدلی وي، چې ښه ملګری په بد وخت کې مالوميږي، ځکه نو ځینې ملګري په هغو شېبو کې ډیر له خپلو ملګرو ګیله من کيږي او مروريږي، چې په خپله یې خلق تنګ وي، غواړي له یوه نږدې ملګري سره څو شېبې کيني او غم رازي ورسره وکړي، خو ملګری یې په لاس ورنشي.
یو ځوان همایون هېواد وايي، چې کله کله له ځینو ملګرو ګیله من شوی، فکر یې کړی، چې مینه یې ورسره کمه شوې ده، خو وروسته چې کله د هغه له مجبوریته خبر شوی، نو خپله ګیله ورته بې ځایه ښکاره شوې.
میراحمد یاد بیا وايي، چې کله مې د مجبورۍ له مخې د ملګرو اړیکې ته ځواب نه دی ولی، خو چې وروسته مې زنګ ورته وهلی، نو هغه قصداً همداسې راسره کړي.
د ځینو پوهانو له نظره د ښو ملګرو درلودل د انسان د ځوان پاتې کیدو راز دی، لیکوال او ژورنالیست امیرجان وحید احمدزی د دغو ګیلو اصلي لامل د ځوانانو ډیره بوختیا بولي، نه د ملګرو ترمنځ د مینې کموالی.
دی وايي، چې ملګري د دې پر ځای چې یو له بله ګیلې سره وکړي، باید خپل ملګری وپيژني او ستونځې یې درک کړي، که بوخت وي، نو باید ګیله ترې ونه کړي، بلکې لا یې خپلو کارونو ته وهڅوي او ډاډ ورکړي.
په استراليا كې د يوې لس كلنې مطالعې په نتیجه كې معلومه شوې، هغه کسان چې ملګري یاران نه لري، د هغو کسانو په پرتله چې یاران او ملګري لري دوه ویشت سلنه اوږد عمر کوي، موږ په خپل ګاونډ، ښوونځي، پوهنتون او یا ځینو نورو ناستو پاستو کې له ګڼو ملګرو سره اشنا کيږو، چې کله کله له ځینو داسې ملګرو سره پکې اشنا کیږو، چې ښايي تر وروڼو هم ډیر سره خواږه واوسو.
څه موده وړاندې د افغانستان د ځوانانو ټولنې له لوري له بېلا بېلو ولایتونو څخه که یو خوا په دې موخه د ځوانانو ټولنو استازي راغوښتل شوي وو، چې نوی ريئس وټاکي، نو بل خوا یې غوښتل، چې په خپل منځ کې نظرونه سره شریک کړي او سره اشنا شي، د یادې ټولنې د ريس مشاور روح الله بابکرخیل وايي، چې که یو خوا دا غونډه د نوي ريس ټاکلو لپاره جوړه شوې وه، نو بل خوا ځوانانو ته دا ګټه هم رسوي، چې دوي سره کيني، بېلابېلو نظرونه سره شریک کړي او وپوهيږي چې دوي هم رهبري کولی شي.
دا ځوانانو د دې ټولنې لویه غونډه د ټولنې له اساسنامې سره سم له هرو دریو کلونو وروسته دایريږي، چې لومړۍ غونډه یې په ۱۳۶۸ کال کې جوړه شوه، د کورنیو جګړو له کبله ډیره موده په ځای پاتې وه، چې د نوي حکومت په راتګ سره یې بیرته ناستې پيل کړې، د دې ټولنې پخوانی مشر داود شایق وايي چې وروسته له لسو کلونو په دې توانیدلي چې افغان ځوانان بیرته په یوه مرکز سره راټول کړي.
غونډې ته راغلي ځینې ځوانان که د افغانستان د ځوانانو ټولنې له کړنو خوشاله وو، نو ځینې بیا ځکه ګیله من وو، چې د افغانستان له ټولو ولایتونو نه بلکې د ځینو ګوتو په شمیر ولایتونو څخه ځوانانو ته په دې غونډه کې د ګډون حق ورکړل شوی و.
د نوموړې ټولنې پخوانی مشر داود شایق د ځوانانو دا ګیله پر ځای بولي، خو وايي چې موږ دومره امکانات نه لرو، چې د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه ځوانان راوغوښتلی شو، خو په راتلوونکي کې به هڅه وکړي چې دا ستونځه له منځه يوسي.
احمد الله عظيمي د کابل د ۱۲مې ناحیې د ځوانانو ټولنې مسول او د افغانستان د ځوانانو ټولنې غړی هم ګیله من دی، دی وايي چې په دغه ناسته کې یې په ځینو رپوټونه کې د هغه امتیازونو په اړه واوریدل چې ځينو ځانګړو ټولنو ته ورکړل شوي، خو دوی ته پکې هيڅ ډول حق نه دی وکړل شوی.
یلدا خرم چې له سمنګان ولایت څخه دې غونډې ته راغلې وه، وايي چې دوی پخپلو مټو هم ډير څه کړي.
ایمل ساپی د ننګرهار د ځوانانو ټولنې مرستال هم د دې غونډې ګډونوال و، دی وايي، چې د افغانستان د ځوانانو ټولنې لخوا دوی ته د هغه ځای کرایه ورکول کيږي، چې دوی پکې دفتر جوړ کړی او پخپله هم هڅې کوي، چې د ځوانانو لپاره يو څه وکړي.
په دې ناسته کې د افغانستان له ۱۲ ولایتونو څخه ۱۷۵ استازو ګډون کړی و، له ټاکنو وروسته چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون لخوا تر سره شوې،د دې ټولنې پخواني مشر داودشایق ته محمدخان دانشجو د ۱۴ رایو په اکثریت سره ماتې ورکړه او نوی ریئس وپيژندل شو، دی چې پخوا د نوموړې ټولنې فرهنګي مرستیال و، وايي چې هغه وخت مو هم د ځوانانو لپاره ډیر څه کړي او اوس به یې هم وکړو.
نوموړې ټولنه د افغانستان په دولسو ولایتونو کاپيسا، بلخ، پروان، سمنګان، هرات، غزني، ننګرهار، نورستان، لوګر، کندز، بغلان او کابل کې نمایندګۍ لري، خو نوی ريئس محمدخان دانشجو وايي، چې له امکاناتو سره سم به په نورو ولایتونو کې هم نمایندګۍ جوړې کړي.
نو له یوه لاسه ټک نه خيږي، په کار ده چې لاسونه سره ورکړو، بیا نو د درويش دراني خبره، چې:
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه شي، دا بوټي به لونګ شي