د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۳

په افغانستان کې روغتيايي ستونزې

نن په دې خپرونه کې په افغانستان کې پر روغتیايي خدماتو ږغېږو. په وروستیو لسو کلونو کې د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې هم ډېر کارونه شوي. بې شمېره نوي روغتونونه او کلینیکونه جوړ شوي. او نور د پخوا په شان افغانان نه مجبورېږي چې د ډېرو وړو ناروغیو د درملنې لپاره ګاونډیو هیوادونو ته لاړ شي.

دغه راز په هیواد کې د طب د پوهنځیو او نورو تعلیمي امکاناتو له ډېرېدو سره د ډاکترانو او نورو روغتیايي کارکوونکو شمېر زیات شوی.

خو له دې سره سره لا هم ډېر افغانان مجبورېږي چې حتی د ډېرو غیرجدي ناروغیو د درملنې لپاره ګاونډیو هیوادونو ته لاړ شي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د سهار په اتو بجو په مایکروفون ستاسي خپرونه کې ازادۍ راډیو ته په دې موضوع اورېدونکو د روغتونونو له وضعیته نارضایتي څرګندوله، د دواوو کیفیت یې بد باله او ځینو دا هم ویل چې د کلینیکونو او روغتونو مسوولان درمل دباندي پلوري.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:22 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:23:42 0:00
مستقیم لېنک

زموږ مېلمانه دي:

د ولسي جرګې د روغتیايي چارو د کمیسون مرستیال ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی
د ماشوم د روغتیا د روغتون رييس ډاکتر نورالحق یوسفزی
او په دوهم ساعت کې به د عامې روغتیا وزیره ډاکتره ثریا دلیل هم تشریف راوړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG