د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۳
بې له شکه ګاونډیان پر یو بل اغېز او تاثیر لري خو کله ناکله دا اغېز دومره زیات شي چې د یوه هیواد ملي هویت او استقلال له خطر سره مخامخ کړي.

د ځینو افغان کارپوهانو ادعا ده چې د ایران د نفوذ مسله تر دې حده رسېدلې چې نور هغې ته ښکاره مداخله وايي.

په ځلونو د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د سلما او کمال خان د بندونو د مخنیوي لپاره د ایران له لوري د اجیر شویو وسله والو د تخریبي اقداماتو ادعاوې شوي او په کابل کې د ایران د سفیر فعالیتونه دومره پراخ او زیات بلل کېږي چې ځینو په افغانستان کې د ایران سفیر ته د وایسرای لقب ورکړی دی.

ایران که له یوې خوا د اوبو د کمبود لپاره د افغانستان په خاوره کې د بندونو مخه نیسي له بلې خوا د افغان سوداګرو په وینا د دوی د کاروبار په لاره کې خنډونه جوړوي خو له دې سره په یو وخت ویل کېږي چې د افغانستان د سیاستونو په ټاکلو کې د نفوذ لپاره یې یو شمېر رسنۍ تمویل او تاسیس کړي دي.

داسي هم ویل کېږي چې په نورو رسنیو کې، چې د ایران له لوري نه تمویل کېږي د خپلو نظرونو د اعمالولو لپاره له نورو لارو چارو کار اخلي.

د دې خپرونې په دوو ساعتونو کې په افغانستان کې د ایران نفوذ په دوو برخو ویشو، په دې اول ساعت کې د ایران پر کلتوري نفوذ، چې ځینې یې د ایران کلتوري یرغل بولي ، خبرې کوو.
په دوهم ساعت کې به د ایران پر سیاسي اغېزو رڼا واچوو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:11 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:36 0:00
مستقیم لېنک


د دې خپرونې د اولې برخې مېلمانه دي:

د ولسي جرګې د تېرې دورې غړې او ژورنالیسته ملالۍ شینوارې

ژورنالیست نصیر احمد فیاض

د دې خپرونې په دوهمه نیمايي کې د ولسي جرګې غړی ښاغلی رمضان بشر دوست او د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د ټولنې مشر ضا بوميا
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG