په دې اول ساعت کې د وروستیو واورو اوورښتونو په نتیجه کې له زیانمن شویو خلکو سره د مرستو او دغه راز په راتلونکي پسرلي کې د سېلونو د احتمال او مخکې تر مخکې تدابیرو په اړه ږغېږو.
د راپورونو له مخې د سږ کال د یخنۍ، برف کوچونو او د لارو د بندېدو په اثر لېري پرتو سیمو ته د خوراکي موادو او درملو د نه رسېدو په علت پيه لسګونو کسان په تېره بیا ماشومان مړه شول.
په افغانستان کې سږنی ژمی، چې په ډېرو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی، نه یوازې په لېري پرتو سیمو کې ګڼ افغانان مړه کړل بلکې په پایتخت کابل او د هغه په شاوخوا لمنو کې هم د لسګونو ماشومانو ژوند واخیست.
سره له دې چې لا هم د واورو ورښت لا دوام لري، ډېر په دې اندېښمن دي چې ممکن په راتلونکي پسرلي کې د نورو کلونو په پرتله د سیندونو د اوبو سطحه لوړه شي او د سیلونو امکانات زیات شي.
چارواکي په دې برخه کې له خلکو سره څه ډول مرسته کولی شي. خلک باید څه وکړي چې د سېلونو له زیانه په امان شي.
دا هغه موضوعات دي چې زموږ د دې ترشنه اسمان لاندې د پروګرام د دې لومړي ساعت مېلمانه به پرې وږغېږي.
خو په دوهم ساعت کې ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ورکولو لپاره د نهو وزیرانو د معرفۍ په اړه بحث کوو.
په لومړۍ موضوع د بحث مېلمانه مو دي:
له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس
د ولسي جرګې د طبیعي سرچینو او ژوندچاپېریال د کمیسون غړی محمد ذکریا سواد
او د ژوند چاپېریال د سمایلو متخصص محمد کاظم همایون
د ولسي جرګې غړی اسدالله سعادتي
د حقوقي او سیاسي چارو کارپوه عبدالستار سعادت