د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۲

د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى - د سلواغې ١٥ مه

د ځینو راپورونو له مخې د طالبانو د رژیم له پرزېدو لس کاله وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مرستو سره سره د ښځو پرضد تشدد لا هم د افغانستان یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي.

د اکسفام بریتانوۍ خیریه موسسې په وینا په سلو کې ۹۷ افغان ښځې له جنسي او رواني پلوه او یا هم د جبري ودونو په خاطر ځورول کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون د ۲۰۱۱ کال په دوهم فصل کې د ښځو پرضد ۱۰۲۶ قضيې ثبت کړې وې، حال دا چې په ټول ۲۰۱۰ کال کې يې ۲۷۰۰ قضيې ثبت کړې وې.

د ښځو پرضد د تشدد تر ټولو وروستۍ پېښه چې په رسنیو کې منعکسه شوه د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د ستورۍ په نوم د یوې ښځې د قتل قضیه وه .

دې قضیې په افغانستان کې له ښځو سره د تشدد لا ژوروالی وښود ځکه چې ستورۍ په دې خاطر ووژل شوه چې لور یې زېږولې وه.

د افغانستان د ښځود چارو د وزارت معینه پلوشه شهید کاکړ
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د کابل د ساحوي دفتر مسووله پروین رحیمي
او د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګیلاني

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:09 0:00
مستقیم لېنک


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:22:46 0:00
مستقیم لېنک


په کابل کې زموږ شمېرې:

0700822755
او
0799203540

او نړېوالې شمېرې:

00420221124101
00420221124201
00420221124301
00420221124401
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG