د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۰

له طالبانو سره د سولې د خبرو پرمختګ - د سلواغې ٦ مه

په هرات کې د طالبانو هغه ډله چې له دولت سره ملګرې شوه
په هرات کې د طالبانو هغه ډله چې له دولت سره ملګرې شوه
د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي مارک ګراسمن افغانستان ته سفر وکړ چې له طالبانو سره په قطر کې د خبرو په اړه د افغانستان د حکومت ملاتړ ترلاسه کړي.

ګراسمن، چې په قطر کې یې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي، د یکشنبې په ورځ په کابل کې دا تایید کړه چې امریکا له حقاني شبکې سره هم خبرې کړي دي.

په همدې حال کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې تراوسه پوري په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په برخه کې هیڅ راز پرمختګ نه دی شوی او ډېر کارونه لا پاتې دي چې باید وشي.

تر دې مخکې د یوشمېر ګوندونو مشرانو، چې ځان د حکومت اپوزیسیون بولي، د قطر په خبرو اندېښنه ښوولې او غوښتنه یې کړې چې باید د سولې په پروسه کې دوی هم شامل واوسي.

په داسي حال کې چې امریکا وايي په قطر کې په پیل شوې پروسه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی، په همدې ارتباط کابل ته د مارک ګراسمن سفر، د افغانستان د حکومت نارضایتي او د هغه د ځینو مخالفو سیاسي ډلو انتقادونه څه مانا لرلی شي؟

دا هغه موضوع ده چې زموږ د دې خپرونې درانه مېلمانه به پرې بحث وکړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:32:20 0:00
مستقیم لېنک


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:39:41 0:00
مستقیم لېنک


د سولې د عالي شورا غړی او په ولسي جرګه کې د کونړ وکیل شهزاده شاهد

د سیاسي چارو کارپوه داوود سلطانزوی

د حق او عدالت د ګوند د رهبري هیات غړې ازیتا رفعت

او د افغانستان د بشري حقونو او چاپېریال ساتنې د سازمان مشر عبدالرحمن هوتکي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG