د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۳

د سولې په خبرو کې اپوزيسيون ولې ونډه غواړي؟-مرغومي٢٤مه

محقق
محقق
په داسي حال کې چې له نژدې یو کال راهیسي په قطر کې د طالبانو او امریکايي مقاماتو ترمنځ پټې خبرې روانې دي امریکايي چارواکي او د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې دا پروسه دې د افغانستان د حکومت ترمشرۍ لاندې وي.

خو په همدې منځ کې یوشمېر سیاسي ايتلافونو د سولې د رږانې پروسې په وړاندې ملاحظات او شکونه څرګند کړي ځینو ډلو ویلي چې دوی دې هم د خبرو په پروسه کې ګډون ولري.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان حکومت لا په دې خبرو کې برخه نه لري او شکایت لري چې د نړیوالې ټولنې له بیا بیا تاکید سره سره د افغانستان حکومت تراوسه پوري له دې پروسې لېري ساتل شوی دی.

د افغانستان د ملي جبهې د ايتلاف مشر احمد ضیا مسعود وویل چې دی د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو حکومت باید له ډېر احتیاطه کار واخلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره زیات امتیازات ونه مني.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:24 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:28 0:00
مستقیم لېنک

دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ پر درېيو بجو خپرېږي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG