د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۲

ځوانان ولې د خپل ژوند خاطرات ليکي؟-مرغومي٢٤مه

هوښیاران وايي، چې له ورخه تېرې اوبه او له لېندۍ وتلی غشی بېرته نه راګرځي، وخت هم د چا لحاظ نه کوي، که څوک خاندي او که ژاړي دی خپل مزل کوي او تیريږي، خو د ډایرۍ یا د خاطراتو په لیکلو سره د خپل ژوند ځينې شېبې ژوندۍ ساتلی او له ورکېدو یې ژغورلی شو.


د انسان فطرت داسې دی، چې تل هغه څه غواړي چې یا یې له لاسه ورکړي او یا یې هم په لاس کې نشته، موږ تاسې ځوانان يو، ښايي کله کله مو زړه وغواړي چې بېرته ماشومان شوي وای، خو داسې څه له خوبونو پرته په ويښه ممکن ندي، څه چې په ويښه ممکن دي، هغه د داسې شیبو خوندي کول دي.

د ډایرۍ یا د خاطراتو لیکلو سره که يو خوا موږ د خپل ژوند هره شېبه خوندي کولی شو، نو بل خوا تر پېړیو پېړیو ځان ژوندی ساتلی شو، افغان لیکوال رحيم الله بشارت له پخوا راهيسې د خپل ژوند خاطرې ليکي او وايي، چې په ډایرۍ کې خلک د خپل ژوند عواطف، احساسات، کله کله له يو چا سره د مينې پټ رازونه، له تاو تريخوالي ډکې خاطرې او کله کله هم خوبونه په کې ليکي او ډایري تر ډیرو ښو ملګرو هم ښه ملګری دی، ځکه چې ملګري ته هم ځينې پټ رازونه څوک نه وايي، خو ډایرۍ ته یې وايي.

د نورې نړۍ په ځوانانو کې د ډایرۍ لیکنې دود ښايي يوه عامه خبره وي، خو افغانو ځوانانو هم اوس دا دود خپل کړی دی، که څوک پکې يوازې د خپل ژوند ترخې خاطرې ليکي نو څوک پکې خپلې خوږې خاطرې او خوبونه هم ليکي، ابراهيم حسنزی وايي چې زه يوازې د خپل ژوند غمجنې خاطرې ليکم، ذکیه عليزۍ وايي چې ډایري څوک دې ته نه پریدي چې څه تیر شول هغه هیر شول، ځکه نو هغه هم د خپل ژوند خوږه ترخه ټول په ډایرۍ کې ليکي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی حضرت الله پکتین وايي، چې زما ژوند هم له ډیرو خوږو ترخو ډک دی، پخوا مې خپل خاطرات نه لیکل، خو چې کله مې د خپل ملګري ځينې خاطرې ولوستلې، نو اوس مې زړه دی چې د هر کال لپاره يوه ځانګړې کتابچه ولرم او خپل خاطرات مې پکې ولیکم:

د لغمان اوسیدونکې پيغله مریم وايي ، چې زه کله خپله ډایري لیکم نو که له يو چا سره مې ښه کړي وي، په ليکلو یې خوشالېږم، خو که يو څوک مې خپه کړي وي، نو د ډایرۍ ليکلو پر مهال مې دې ته هڅوي،چې له چا سره بد ونه کړم.

د مریم د خبرې په تائید رحيم الله بشارت وايي، چې د ډایرۍ یا د خپلو خاطراتو لیکل ډیرې ګټې لري، که يو خوا ځوانان دې ته هڅوي چې هره ورځ باید يو څه وکړي او ورځ اوزګاره تیره نه کړي، نو بل خوا په یو چا کې د لیکوالۍ هنر پيدا کوي او یو دول تاريخ هم دی او د دغو ټولو تر څنګ اخلاقي ګټې هم لري، چې سړی تل ښو او نيکي کولو ته هڅوي.

بشارت د خپلو کشرانو وروڼو په اړه د خپلې ډایرۍ يوه لیکل شوې پاڼه راته لولي، هغه وروڼه چې پخوا یې په اوږه ګرځول خو اوس یې څپلۍ ورسره سمې دي او د ده په مرسته يو ځای ته رسيدلي دي، هغه وروڼه چې ده الف ب ورزده کول، اوس اينجینران کيږي.

رحيم الله بشارت که څه هم ډایري د خپلو پټو رازونو رازداره ملګری بولي، خو د ډایرۍ ساتل هم يو ګران کار بولي او د څښتن له اجازې پرته لوستل یې يو اخلاقي جرم بولي.

خو حضرت الله پکتين بیا وايي، چې ما د خپل ژوند ځينې پټ رازونه په ډایرۍ کې د ځينو ځانګړو سمبولونو په ډول ليکلي دي، چې يوازې زه پرې پوهیږم، چې دغه سمبولونه بیا ځينې ځوانان په يوه وړه پاڼه کې تشریح کوي او د ډایرۍ په يوه پټ ځای کې یې ږدي.

رحيم الله بشارت د يوې المانۍ نجلۍ انا فرانک او د يوې پښتنې پيغلې ملالۍ يوسفزۍ یادونه کوي، چې خاطراتو یې نړۍ حیرانه کړه، ملالۍ يوسفزۍ د خپل هېواد ملي جایزه تر لاسه کړه او د انافرانک خاطرې نږدې په 60 ژبو وژباړل شوې.

دی ارمان کوي، چې کاش د هغه پلار هم ډايري ليکلی، چې د ده تر پيدا کیدو وړاندې د هغه د پلار ژوند څنګه و او وايي، چې د ډایرۍ ليکل د هر عمر لروونکو لپاره يو ګټور کار دی.

د امیرعبدالرحمن خان د ژوند يوه لیکل شوې خاطره کې د هغې پېښې کيسه شوې، چې د وزیزستان په سيمه کې دی او ملګري یې ورسره مخ شوي وو:

"ما د خپلې ماتې له وخته د وزیریو تر کلا پورې هېڅ نه وو خوړلي، نو خپلو سپرو ته مې ووېل، ډېر وږی یم او پخې غوښې ته مې زړه کیږي.

زما ملګرو یوازې یوه روپۍ درلودله څه غوښه، پیاز او غوړي یې پرې واخیستل.

د هغه ځای خلکو خاورین لوښي استعمالول خو ملګرو یو فلزي لوښی پیداکړ، کله مو چې وغوښتل له دېګه خواړه راوباسو یوه سپي په دې ګومان چې ګوندې پړی د څاروي کومه کولمه ده په خوله کې ونیوه او دېګ یې له پړي سره یووړ.

په دې خبره مو نور هم د الله(ج) بشپړ ځواک ښه په ځیر ولید، درې ورځې پخوا مې زر کسان درلودل چې په اوښانو یې زما د پخلي لوښي وړل… بیا مې یوازې د ډوډۍ یوه څنډه وخوړه او ویده شوم"

تاندې څانګې خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې د هرې شبنې او دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو څخه خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:10 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG