که په ژمي کې ځمکه د واورې جامې اغوندي، نو خلک بیا تاوده کالي اغوندي، خو څه وايي چې د ځوانانو وينه توده وي، نو ځکه ځيني ځوانان د ژمي په ساړه موسم کې هم په ستوو او نرېو جامو کې ګرځي.
حبيب الله يو داسې ځوان دی، چې د ژمي په سړه هوا کې هم بې لستوڼو بلين اغوندي.
خو ځينې نور ځوانان بیا داسې نه کوي، ځيني یې وايي چې د سټایل پر ځای بايد خپل ځان او خپلې روغتیا ته پام وشي، ځینې یې په دې نظر دي، چې په تودو جامو کې هم داسې جامې شته چې ښې فيشني دي.
که په اوړي کې د تودو جامو بازار سوړ وي، نو په ژمي کې ښه ګرم وي، خو هغه د چا خبره چې د ځینو خلکو په بې خیرۍ کې خیر وي، دوکانداران هم په دې خوشاله دي، چې که څه هم دوي د ژمي لپاره ښه تاوده کالي هم لري، خو ځوانان ترې بیا هم هغه ستوې او پسرلنۍ جامې اخلي، چې که تر راتلوونکې کاله پاتې شي، پر دوي پيټی کيږي او موډ یې هم له منځه ځي.
ملګرو!، ډیر داسې ځوانان شته چې د خوب لپاره بیل، د لوبو لپاره بېل، د ښوونځي لپاره او خپلې دندې ته د تګ لپاره بېل کالي اغوندي، ویل کيږي چې د يو چا د شخصيت لومړی تاثير د هغه له جامو، بیا له خبرو او کړو وړو پريوځي، خو چې کله کلمې د يو چا منظور سم بیان نه کړای شي، د پېښو او عملونو له لارې خپل مقصد څرګندولو ته مجبوريږي، چې دغه کار ماشومان ډیر کوي.
هغوي لومړی د خپل مور او پلار اعمالو او حرکاتو ته ګوري او بیا د هغوي تقليد کوي، ډرامه هم همداسې يو تقليد ګڼلی شو.
په لويديځ کې د ډرامې پيل له يونانه پيليږي چې له عمره یې ۳ زره کاله تيريږي، په لرغوني مصرکې ډرامه په نڅا سره ډیره پرمخ تللې وه، ترکيې د نانځکې د سيورې په ډرامو کې ډیر شهرت درلود، د هندي سينما فلمي صنعت هم په دې برخه کې ډیر پرمختګ کړی، په ۱۹۲۷ کې لومړۍ پښتو ډرامه په لره پښتونخواکې د عبدلاکبر خان له خوا ولیکل شوه چې په يوه ښوونځي کې نندارې ته وړاندې شوه.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم د تیاتر او راډيويي او تلویزوني ډرامو ډیر پرمختګ کړی، چې دې برخې ته د ځوانانو پام هم وراوښتی.
ليمه شینوارې هم يوه ځوانه ممثله ده، چې له تیرو ۶ کلونو راهيسې له بیلابیلو راډیوګانو سره د ډرامې په برخه کې تمثیل کوي، اوس مهال د کابل ښار د ايميني ليسې د ۹ ټولګي زده کوونکې ده.
ليمه دم ګړۍ له څلورو راډیو ګانو سره د ماشومانو او ځوانانو لپاره په جوړيدونکو ښوونيزو ډرامو کې کار کوي، هغه وايي چې يو تکړه ممثل هغه دی، چې په هر ډول کرکټر کې ځان ځای کړي، خو د دې تراژيد يا غموونکی رول ډیر خوښيږي.
ځوانانو! ليمې د یوه مشر زوی په څیر له خپلې کورنۍ سره مرسته کړې، ځکه یې مور او پلار اوس هم په څیره کې مشر زوی ګوري، لیمه غواړي چې هيڅ کله خپل هنر له لاسه ورنه کړي، خو غواړي چې حقوق هم ولولي، ليمه په تنکي عمر کې که ممثله ده، نو يوه ډرامه لیکواله هم ده او په راتلوونکې کې غواړي چې د هغې په ډرامو کې د هغې په څیر ډیرې نجونې کار وکړي.
تاندې څانګې په اوونۍ کې دوه ځلې د شنبې او دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو څخه خپريږي.
جوړوونکی: نورګل شفق
د ځوانانو لپاره دا ځانګړی پروګرام د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ