د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۲

په سفر ځې خال مې صحیح كړه، د هندوستان د پېغلو نشته شنه خالونه(د لړم ۲۱مه)


خالونه د افغانو پيغلو يوه ځانګړې ښکلا او پيژند ګلوي ده، چې افغاني نجونې او ښځې يې د ستني په څوكه پر مخ او كله كله يې پرلاسونو هم وهي، خو هغه د چا خبره په نننۍ ماشيني زمانه کې د دغه ډول خالونو رواج اوس په کميدو دی او ځای یې د ټټو په نوم رنګه ټاپو نېولی، چې د يوه ستنې لرونکي ماشين په مرسته وهل کيږي.

پخوا به د دوو ورځو تر منځ خال وهل کيده، خو اوس ځينې نجونې او میرمنې خپلې وروځې يا سوځوي او يا یې هم لرې کوي او پر ځای یې د ټټو توره، قهوه يي او یا هم پيکه سور رنګه ټاپه د وروځو په بڼه جوړوي.

ویل کيږي، چې ټټو یا دا رنګه ټاپه په لومړي ځل په ۱۷۷۷ میلادي کال کې د رنګه انځور په بڼه پر پوستکي ووهل شوه او ثبت شوه، خو په ۱۹۲۰ میلادي کال کې د وروځو د ټټو کولو فيشن خورا مشهور شو.

په کابل کې به د نبات سينګارتون سينګاروونکې زهرا څخه واورو، چې وروځې څه ډول ټټو کوي او له کومو توکو په کې ګټه اخلي.

ځينې پيغلې بیا د ټټو په اړه بېلابېل نظرونه لري، که څوک یي د څېرې ښکلا بولي نو څوک بیا د خپلې څېرې په شته ښکلا بسنه کوي.

سېنګاروونکې زهرا دغه کار په ايران کې زده کړی، چې له ۱۳ کلونو راپه ديخوا په کابل کې کار کوي، هغه وايي چې د نجونو او ښځو تر منځ ورځې تر بلې د ټټو فيشن په زیاتيدو سره يې غوښتوونکي هم ډير شوي دي، دا چې د کوم عمر لوونکو وروځې په کوم وخت کې ټټو کوي، له هغې به يې واورو.

خو په ټټو کې چې له ځینو کيمياوي توکو ګټه اخيستل کيږي، په کابل کې د پوستکي ناروغیو متخصص ډاکټر غلام یحیا همدرد وايي، چې ښايي يو څوک د پوستکي له سرطان سره مخ کړي.

ښايي د وخت په تېریدو سره ټټو شوی ځای يو څه تغير وکړي، چې بیا درملنه نه لري، دا خبره هم ډاکټر همدرد کوي.


ښه ځوانانو! د څيرې د ښکلا لپاره که ځوانان زحمت ګالي، نو د خپل راتلوونکي د ښايسته کولو لپاره هم ځيني ځوانان ډير زحمتونه ګالي، چې يو يي هم د ښوونځي، مدرسې او د پوهنتون ازموینو لپاره چمتوالی دی، خو څه وايي چې بې زحمته راحت نشته.

دا دی د ښوونځيو کلنۍ ازموينې رانږدې دي، په همدې اړه له ځينو ځوانانو سره غږيدلي يو چې دوي ازموينو ته چمتوالی نېولی او که نه؟

که ځيني ورته چمتو دي، نو ځينې يې بیا د نقل په مرسته د برياليتوب په تمه دي او ځينې بيا د دې لپاره خپه دي، چې وخت ترې تير دی او د ازموينو لپاره نه دي چمتو.

د کابل د ايميني ليسې د لسم ټولګي زده کوونکې ليمه وايي، چې د کال له پيله یي ازموينې په یاد وې.

خو څه ښه وايي، چې د جنګ په ورځ اسان نه چاغيږي، له مصطفی کماله هم په تمه تمه وخت تیر شوی دی، چې اوس پښېمانه دی.

خو د کابل د خوشال خان علي ليسې زده کوونکی لاهورجان محمدي وايي، چې که څوک هڅه وکړي، په لنډ وخت کې هم ځان رسولای شي.

لاهورجان محمدي تیر کال په خپله ليسه کې عمومي اول نومره پاتې شوی، اوس په دولسم ټولګي کې دی، چې په تیرو څلورو مياشتنیو ازموينو کې یې هم لوړې نومرې اخيستې وې او باور لري، چې په کلنيو ازموينو کې به هم لوړې نومرې تر لاسه کړي، دی له وخت څخه سمه ګټه اخيستنه د خپل بریاليتوب سبب بولي.

پوهان وايي، چې که چیرې غواړو چې يو څه په ښه ډول حافظې ته وسپارئ، نو د مطالعې لپاره داسې ارامه ځای غوره کړئ، چې د مناسبې رڼا او هوا لرونکی وي او د دې لپاره چې ماغزه مو ښه کار وکړي، بايد خوب مو هم کم نه وي،لاهور جان هم د مطالعې لپاره دې خبرو ته پام کوي، ځکه خو یې درس ښه زده کيږي.

داسې ځوانان هم شته د نقل په تمه ازموينو ته شپې سبا کوي، خو محمد مير يو داسې زده کوونکی دی، چې نقل کول يو خوشې کار بولي، دی وايي چې په څومره وخت کې چې د نقل پرزه ليکل کيږي، په هغومره وخت کې هماغه څه زده کولی هم شي.

دا پروګرام د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG