د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۲

كوم ډول وېښتان ډير موډ دي؟

په نننۍ تاندې څانګې كې مو دغه مطالب درته راوړي دي.

وا به ورئ چې نن سبا ځوانان خپل وريښتان څه ډول جوړوي او كوم ډول وېښتان ډير موډ دي؟

ور پسې به مو له يوه داسې ځوان سره اشنا كړو چې د ګلدوزۍ كار وبار كوي او پوه به شئ چې ګلدوزي څه ډول كسب دى؟

تاسې دغه ټول مطالب له ازادي راډيو څخه اوریدلای او لوستلای شﺉ


ګرانو اوريدونكو دا ځل د سينګار په برخه كې، د ويښتانو پر نوي موډ او فيشن غږيږو.

په پخوانيو وختونو كې به ځوانانو خپل ويښتان ډير ساده جوړوله، ځوانو انجونو به د خپل سر ويښتان يو يا دوه چوټي كوله او يا به يې هم له ويښتانو څخه نازكې كوڅۍ اوبدلې، ځوانو هلكانو به هم خپل ويښتان اوږده پريښودله او يا به يې په وخت سره لنډوله، خو په دې وروستيو كې چې په ښارونو كې د موډ او فيشن لمن ډيره پراخه شوې ده، نو ځوانان هم خپلو ويښتانو ته ډيزاين وركوي او خپل ويښتان د څڼو په شكل اوږده پريږدي اوبيا پيچلى شكل وركوي.

موږ هم د خپرونې په لومړۍ برخه كې د ويښتانو پر موډ او فيشن غږيږو، د كندهار اوسيدونكې زرينه هغه پيغله ده چې وايې، څو كاله وړاندې چې د دوي په سيمه كې د ويښتانو د جوړولو موډ او فيشن ډيرلږ و، نو ځوانو انجونو به خپل ويښتان كوڅۍ كوله، خو وايې چې اوس دغه موډ له منځه تللى دى.

د كابل ښار اوسيدونكې نبيلا وايې چې، د ويښتانو فشن يې ډير خوښيږي او هر وخت خپل ويښنان په مختلفو بڼو سره جوړوي، نبيلا راته ووايې چې اوس يې څه ډول ويښتان جوړ كړي دي؟

د زابل اوسيدونكې مينه چې دا مهال په كابل ښار كې ژوند كوي وايې، اوږده ويښتان يې ډير خوښيږي ځكه چې په اوږدو ويښتانو هر ډول فيشن كيږي.

د نوېو موډونو په برخه كې د انجونو تر څنګ هلكان هم خپل موډونه بدلوي، نوي او پر مختللي سينګارونه كوي، هلكان هم خپل ويښتان پر مختلف ډولونو جوړوي.

د كابل ښار اوسيدونكى مراد هغه ځوان دى چې وايي، خپل ويښتان يې په تركۍ بڼې سره جوړ كړي دي او خوښيږي يې.

د مزارشريف اوسيدونكى فواد هم د ويښتانو له نويو موډونو سره مينه لري، خو وايې چې نن سبا ځني داسي ځوانان هم شته چې له ډير خيال او سينګار نه خپل ښايسته ويښتان بدرنګه كړي.



د خپرونې په دې برخه كې د كاروبار په اړه خبرې كوو.
کسب او کار

ځوانان د ټولنې اصلي قوت او جوړونكي بلل كيږي، له ځوانانو سره د كورنيواو ټولنې بې ساري هيلي تړلي دي، كه ځوانان د خپل ژوند د ښه كيدو لپاره پوره خواري وكړي او پرمختللي مهارتونه زده كړي، نو حلاله روزي به ترلاسه كړي، د پاک او حلال كسب زده كړه بنيادم د برياليتوب لوري ته بيايې او د ښه كار په ترلاسه كولو سره يې راتلونكى روښانه كيږي، نو اوس چې خبره د كسب او كار شوه،يو داسې ځوان به در وپيژنو چې د كمپيوټري ګلدوزۍ په كار بوخت دى.

زه څو ورځې وړاندې د كابل ښار د كلوله پشتې په سيمه كې د ګلدوزۍ يوه دوكان ته ورغلم، دوكان خورا پراخ و او د دوكان په ښې لاس كې يو اوږد د ګلدوزۍ ماشين پروت و، د ماشين څنګ ته پر يوه بل كوچني ميز له ماشين سره تړلى يو كمپيوټر هم پروت و او يوه ځوان په ماشين كې د ګلدوزۍ چارې سمبالولې.

د ماشين تر څنګ ولاړ ځوان د همدې دوكان مشر دى، دغه ځوان چې يوسف نوميږي ، د پروان ولايت اوسيدونكى دى، له يوسف څخه مې پوښتلي چې څنګه يې د ګلدوزۍ له كسب سره شوق پيداشو؟

په تيرو كلونو كې چې په افغانستان كې كمپيوټري ګلدوزي نه وه ،نو ګلدوزيانو به د يوه كوچني ماشين په ذريعه ،د جامو پر غاړو،لستوڼو،پټوانو او د كور پر ډيرو نورو شيانو په لاسي ماشين ګلدوزي كوله، د يوسف په خبره چې پخوانۍ ګلدوزي ډيره سخته وه ،خو وايې اوس د كمپيوټري ګلدوزي په وسيله كولاى شي چې د يوې مياشتې كار په يوه ورځ كې تر سره كړي،له يوسف څخه مې وغوښتل چې،كه د ګلدوزۍ، د دغه نوى ډوله كمپيوټري ماشين په اړه معلومات راكړي.

د ګلدوزۍ دغه كمپيوټري ماشين په چټكۍ سره د خامک چارې مخته وړي، دغه ماشين چې ۸ ستنې لرې،كولاى شي چې د يوه ساعت په ترڅ كې، په يوه وار سره د ۸ جوړو كميسیونو غاړې خامک كړي،له نورو معلوماتو سره يوسف.

يوسف راته وويل، چې په تيرو كلونو كې به يوازې د ګوتو په شمېر كسانو، دوي ته د ګلدوزۍ لپاره شيان راوړله، خو وايې اوس چې ګلدوزي كمپيوټري شوې ده، نو د دوي كاروبار هم ښه بازار پيدا كړئ دى.

يوسف وايې، نن سبا د ځوانانو لپاره كسبونه ډير دي او هر ځوان كولاى شي چې كسبونه په نوې بڼې سره زده كړي او له نويو مهارتونو سره اشنايې پيدا كړي ، د تاندې څانګې مطالب همدومره وه،خو اوس به د ځوانانو د خوښ ساتلو لپاره د خالد ملك سندره واورو.

تاندو ځوانانو دا وه د دې اونۍ خپرونه ،خو كه د خپرونې په اړه نظر لرئ نو مونږ ته يې د ازادي راډيو پر دې پته په ليك كې راوليږئ

په كابل كې زمونږ د پوسټ بكس شمېره ده،۱۴۷۱ كابل افغانستان او تاسې كولاى شي دغه خپرونه پر انټر نټ هم واورئ او ولولئ.

د تاندې څانګې خپرونه هره اونۍ نظيفه رومان چمتو كوي او دغه خپرونه د شنبې او يكشنبې په ورځو كې خپريږي.

د ځوانانو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG