د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۲

په کوڅو کې د ځوانانو بېځايه ناسته كومې ستونزې زیږوي؟

نننۍ خپرونه پر دغو مطالبو را څرخي.

په کوڅو کې د ځوانانو بې ځايه ناسته پاسته كومې ستونزې را ولاړوي،تاسې د دغه ډول كسانو په اړه څه فكر كوئ؟

د موډ او فيشن په نړۍ كې دا ځل د پايزيب پر دود، موډ او ښايست غږيږو، تاسې څنګه، ايا پايزيب مو خوښيږي؟

دغه ټول مطالب له يوې ښكلې سندرې سره له ازادۍ راډيو واورئ.

ګرانو دوستانو دا ځل د ګاڼو پر يوې داسې برخې ږغيږو چې پايزيب نوميږي، پايزيب د ګاڼو هغه برخه ده چې ځوانې انجونې او ميرمنې يې د پښو د ښايست لپاره په ځينو ځانګړو ځايونو لكه، كوژده، واده، ميلې او داسې نورو خوښيو كې په پښو كوي، څيړنې ښې چې په تيرو زمانو كې به ځوانو اريايې انجونو او مېرمنو پايزيب د ښو ګاڼو په ډول كاروه، په هغه زمانه كې پايزيب خاص اهميت درلود، شاعرانو په خپلو شعرونو او سندرغاړو په سندرو كې هم په خورا مينې سره د پايزيب يادونه كړې ده.

په افغاني ټولنه په تيره بيا په ښاري سيمو كې د وختونو په تيريدو او د موډونو له بدليدو سره سم څو كاله وړاندې د پايزيب دود څه ناڅه له منځه تللى و.

خو كه وګورو نو دا مهال يو ځل بيا پايزيبونه په نوې او عصري بڼې او ښايستو رنګونو سره د ښارونو په دوكانونو كې تر سترګو كيږي او ګڼې افغانې پيغلې يې له ښايسته په پښو كوي.

د زابل اوسيدونكې ډيوه پايزيب ډير خوښوي، له ډيوې څخه مې پوښتلې چې څنګه يې له پايزيب سره شوق پيدا شو؟

د كندهار اوسيدونكې شفيقه وايي، كله چې به يې د خپلې سيمې ځوانې انجونې ليدلې چې پايزيب به يې په پښو كاوه نو، هغې ته هم د دغې ګاڼې شوق ور پيدا شو.

په پخوانيو وختونو كې چې ګاڼې ډيري قيمتې او كمې وې نو ځوانو انجونو به يوازي يو پايزيب په پښو كاوه ،خو بيا د ګاڼو په ډيريدو سره پايزيب جوړه سو،يعنې دوه پايزيبونه به په پښو كيدله، خو دا مهال يو ځل بيا ځوانې انجونې له موډه يو پايزيب په پښو كوي.

ایا ځواني هم د بې کاری وخت دی؟

په ماشومتوب كې بنيادم وده كوي او د نورو پالنې ته محتاج وي، زوړوالی د استراحت عمر دى، خو ځوانې هغه وخت دى چې انسان بايد په كې خواري وكړي، د كار په مټ ځان او نورو ته خير ورسوي، خو له بده مرغه كه وګورو نو په ښارونو، كوڅو او د كورونو مخې ته به له يو شمېر داسې ځوانانو سره مخ شئ، چې په بې ځايې ناستې ولاړې كړۍ ورځ تيروي او د دغې بې ځايې ناستې پاستې په وجه خلكو او خپل ځان ته زحمت وركوي.

ډير كله خو داسې هم شوي دي، چې ډله يزه ناسته د يو چا د مرګ لا مل شي.

د هلمند اوسېدونکي، سردار ولي وايې، چې ډير كله خو دغه ډله ځوانان د نجونو او ښځو دځورولو لامل کيږي.

متل دى وايې.

چې اوسې، په خوی به د هغو شې.

سردار ولي وايې، هر ځوان بايد د خپلو دوستانو په انتخاب كې ښه فكر وكړي، تر څو له خلكو سره په ناسته ولاړه كې له ستونزو سره مخ نه شي.

د اروزګان اوسېدونکی شمس وايي، بې روزګارۍ ځوانان ډله ايزې ناستې ته را كاږلي دي، د نوموړي په خبره د پوهې د کچې ټيټوالی هم هغه لامل دى چې ځوانان د كړاونو خواته بيايې.

د كابل ښار اوسيدونكى سيد محمد وايې، په کوڅو کې د ځوانانو بې ځايه درېدل کله ناکله د کورنيو تر منځ شخړې او خواشينۍ رامنځته کوي.

ملالۍ هغه مور ده، چې وايې هيڅكله يې خپل اولادونه پر بې ځايې ناستې ولاړې نه دي ليدلي، دا وايې د خپلو ځوانو او اولادونو د بوختيا لپاره يې ځانګړى پلان جوړ كړى دى.

درنو ځوانانو تاسې تر دې مهاله د تاندې څانګې خپرونې ته غوږ واست، خو كه د همدې خپرونې په اړه خپل نظر شريكول غواړئ نو له مونږ سره يې د ازادۍ راډيو پر دې پته په ليک كې شريک كړى.

په كابل كې زموږ د پوسټ بكس شمېره ده،۱۴۷۱ كابل افغانستان او كه انټرنټ ته لاس رسۍ لرۍ نو كولاى شﺉ زموږ پر پښتو ويب پاڼه د ازادۍ راډيو ټولې خپرونې واورئ او ويي لولئ.

د تاندې څانګې خپرونه نظيفه رومان چمتو كوي او دغه خپرونه د شنبې په ماسپښين درې بجې او د دوشنبې په سهار ۱۱ بجو خپريږي.

د ازادۍ راډیو د ځوانانو لپاره دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG