د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۱

په ړوندوالي کې هم یو ناممکن شی ممکن کیدای شي


په سرپل کې د میرمنو لپاره د سلامشورې لومړنی مرکز

د سرپل ولایت د ښځو د حقوقي ستونزو د هوارۍ لپاره په دغه ولایت کې تېره اوونۍ د سلا مشورې لومړنی مرکز جوړ شو.

پژواک خبري اژانس رپوټ ورکوي دغه مرکز چې د امریکا د پرمختیایي ادارې په مالي مرسته جوړ شوی ښځو ته وړیا خدمتونه وړاندې کوي.

خبر ځای زیاتوي چې د سلا مشورې په دغه مرکز کې د ښځو حقوقي ستونزې هوارېږي او که حقوقي ستونزې یې محکمو ته وړاندې شي نو دغه مرکز ښځو ته وړیا مدافع وکیل نیسي.

د یادولو ده، چې د سلا مشورې په دغه مرکز کې د ښځو لپاره د امن کور او روزنیز کورسونه هم په پام کې نیول شوي دي.


د ازادۍ راډیو د ښځو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم ناروې ته لاړه

د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي ټيم په نړېوالو سیالیو کې د ګډون لپاره تېره اوونۍ ناروې ته ولاړ.

باختر اطلاعاتي اژانس رپوټ ورکوي، دغه سیالۍ چې د پنځلسو هېوادونو د نجونو ټیمونه په کې ګډون لري د اسد له نهمې تر نولسمې پورې دوام کوي.

خبر ځای زیاتوي، چې په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه اوولس لوبغاړو او دوو ښوونکو ګډون کړی دی.

په دنیا کې ډېر کسان شته چې د سترګو بینایي لري خو د زړونو سترګې یې څه نه ویني، ځکه نو د خلکو په نازکو هیلو پښې ږدي او تېرېږي خو په نړۍ کې داسې خلک هم شته چې د سترګو بینایي نه لري خو د زړونو سترګې یې دومره خلاصې او رڼې دي چې نالیدلي حقایق درک او لمس کولای شي.

د ازادۍ راډیو د ښځو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


یوه نابینا میرمن د خپل د ژوند چارې څنګه پرمخ بیايي؟

په دې خپرونه کې د داسې یوې مېرمنې په اړه خبرې کوو او خواله یې اورو چې دنیا او ژوند د زړه په سترګو ګوري.

د نابینایانو د مسلکي لیسې ښوونکې نورجهان دلاور یادوم، هغه لومړنۍ افغانه نا بینا چې ښوونځي یې لوستی او د کابل پوهنتون د ادبیاتو په څانګه کې یې د فلسفې په برخه کې د لیسانس تر درجې زده کړې کړي دي.

نورجهان دلاور اووه پنځوس کلنه ده، میانه ونه لري او له خبرو او سلوک نه یې مهرباني اوري.

نور جهان وایي، که څه هم د سترګو لید یې له لاسه ورکړی و، خو له زده کړې او تعلیم سره یې ډېره مینه وه او تل یې دا په زړه کې تېرېدل چې کاش دې هم زده کړې کولای شوای، بالاخره یې هیله پوره شوه او د نابینایانو د لېسې د جوړېدو زېری پرې وشو.

نور جهان دلاور وایي، وروسته له دې چې د نابینایانو په لیسه کې یې د بریل په سیستم لومړنۍ زده کړې وکړې او بیا یې په عادي ښوونځیو او پوهنتون کې زده کړې پیل کړې هڅه به یې کوله چې د خپلو خویندو ورونو په مرسته ځانته کتابونه په بریل خط واړوي او لکچرونه ریکارد کړي.

نور جهان دلاور وایي په خپل همت او د کورنۍ مرسته وه چې وتوانېده زده کړې وکړي دا د هغو ستونزو یادونه کوي چې د درس پر مهال یې ګاللي دي.

نورجهان کله چې له زده کړو خلاصه شوه واده یې وکړ او په خپله هڅه یې ماشومان وروزل، خو جګړو دا هم بې داغه نه ده پرې ایښې، په ځوانه ځوانۍ یې د ژوند شریک ترې د مرګ د کور میلمه کړی او دا یې له درې ماشومانو سره یوازې پریښې .

ښایي روغو کسانو ته دا پوښتنه وي، چې یوه نابینا ښځه څنګه کولای شي د کور ټول کار په خپله وکړي.

نور جهان دلاور چې خپله خپل ژوند سمبال کړی وایي، چې د روغ او نابینا د کار کولو تر منځ صرف د وخت تفاوت دی که روغ کس یو کار په پنځو دقیقو کې تر سره کوي نو نابینا یې په لسو دقیقو کې تر سره کوي.

نور جهان دلاور لکه څنګه چې وویل درې زامن لري دا وایي چې د درې واړو په سالمه روزنه او زده کړه کې یې هم پوره ونډه درلودلې ده .

په افغاني ټولنه کې د ټولنې د ټیټې فرهنګي کچې له امله ډېر ځله معلول کسان ځورول کېږي او ناوړه خبرې ورته کېږي نور جهان هم له داسې خبرو بې برخې نه ده پاتې .

نور جهان دلاور اوس د نابینایانو په مسلکي ښوونځي کې د اوونۍ شپږ ویشت ساعته درس لري او نورو نابینایانو ته لیک، لوست ور زده کوي.

نور جهان وایي، چې په جګړه ځپلې هېواد کې یې ټول وطنوال ستونزې لري او له ناخوالو سره مخ دي خو معلول کسان بیا تر ټولو زیاتې ستونزې لري ځکه دغو کسانو ته نه د عادي او عالي زده کړو پوره زمینه برابره ده او نه هم په ښاري خدمتونو کې د دوي ستونزه په نظر کې نیول شوې ده.


نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.

د ازادۍ راډیو د ښځو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG