په نننۍ خپرونه كې به دغه مطالب واورئ.
ولې په دې وروستيو کې تورې چپنې د ځوانو افغانو انجونو په منځ كې دود موندلى دۍ، ايا ستاسي هم چپنه خوښيږي؟
او ورپسي به مو له يوه داسې ځوان سره اشنا كړو، چې د كندن كاري هنر مخته وړي.
د خپرونې په وروستيو كې سندره هم خپريږي له ازادۍ راډيو سره پاتې شئ.
د چپنو اغوستل هم مود شوي
چپنه د جامو هغه برخه ده چې ځوانې ښځې او انجونې يې د اوږده كميس په څير اغوندي، څيړنې ښې چې د چپنې اغوستلو دود لومړي په سعودي عربستان كې دود شو او له هغه وروسته د تورو چپنو دود په يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو لكه ايران پاكستان او دا دى نن سبا په افغانستان كې هم زيات تر سترګو كيږي، په پخوانيو زمانو كې ميرمنو توره چپنه د اسلامي حجاب په ډول اغوستل خو دا مهال يې ځوانې انجونې د حجاب تر څنګ د موډ او فيشن په بڼه اغوندي.
ځوانې انجونې په ښكلو غميو، ښاسته خامک او رنګينو مريو جوړې شوي چپنې د فيشن په ډول اغوندي، د كندهار له اوسيدونكې ولولې سره د كابل ښار په مريم ليسه كې مخ شوم،هغې د خپل ځان لپاره تور رنګې چپنه
كه شريفه له موډ او فيشن څخه چپنه اغوندي خو ګڼې داسې ميرمنې هم شته چې د كلتورې او ټولنيزو مسايلو په وجه چپنه د ځان د خونديتوب لپاره اغوندي.
د وردګو اوسيدونكې نرګس هغه پيغله ده، چې چپنه د حجاب په ډول اغوندي.
د اروزګان اوسيدونكې سپوږمۍ توره چپنه له چادرۍ څخه ښه ګڼې، د دې په خبره چې ښځې كولاى شي چپنه د حجاب او موډ په ډول واغوندي، د سپوږمۍ په خبره چې په چادرې كې فساد پټ دى.
چپنې په څو ډوله دي؟
دا چې چپنې پر څو ډوله دي، كوم ډول يې دا مهال ډير اخيستونكې لري او قيمتونه يې څومره دي، په دې اړه مې د كابل ښار په ګل بهار ماركيټ كې يو دوكاندار بلال پوښتلى دى.
خو د كابل ښار په زړو مكروريانو كې خياط مسعود وايې، هغه چپنې چې دا مهال له بهرنيو هېوادونو څخه افغانستان ته راځي او خلک يې په لوړو پيسو اخلې.
مسعود وايې، دوي هم كولاى شي چې ښايستې چپنې جوړې كړې.
کندن کاري
د لرګيو، ډبرو او خاورينو ديوالونو پر مخ د نقشونو كښلو ته كندن كاري وايې، د تاريخ په اوږدو كې په افغانستان كې ډيري كندن كارۍ شوي دي، د كندن كاري كسب په افغانستان كې له پيړيو، پيړيو راهيسي دود دى، كه په افغانستان كې له وختونو، وختونو را پاتيو تاريخي اثارو ته فكر وكړو نو دهغې زمانې خلكو كندن كاري ډيره خوښه كړې ده، څيړنې ښيې په پخوانيو زمانو كې به هر چا په خپل كور كې د كندن كارۍ يوه نيمه نښه لرله، خو كه وكتل شي نو په تيرو څو كلونو كې د كندن كاري كسب څه ناڅه له منځه تللى و، خو دا مهال يو ځل بيا ګڼو ځوانانو د يوه شمېر نورو كسبونو تر څنګ د كندن كاري په كسب هم لاس پورې كړى دى.
د كابل ښار په يوې سيمې كې د نجاري يوه دوكان ته ورغلم، په دوكان كې دوه ځوانان د لرګيو په تراشلو بوخت وه، يو بل ځوان د ميز تر څنډې ناست و او په لرګيو كې يې نقشونه جوړولې، دغه ځوان ريدى نوميږي او د كونړ ولايت اوسيدونكى دى.
ريدى د دغه دوكان څښتن دى، له ريدى ګل څخه مې پوښتلي چې د كندن كارۍ كسب يې څنګه زده كړى؟
هغه د شاعر خبره ده چې وايي
بې زحمته راحت نشته په دنيا كې
كه راحت غواړې زحمت درلره بويه
---------------------------------
د كسبونو او مهارتونو زده كړه بې زحمته نه ده، خو كه څوک زحمت وباسي، كار وكړي او پرمختلى كسب زده كړي نو هوسا ژوند به ولري، ريدګل په دې نظر دى چې ژوند د زده كړې او كار لپاره دى.
ريديګل وايي، له دې وړاندې يې ژوند له ستونزو ډک و، خو وايې اوس مهال يې ژوند ښه روان دى، د ريدي ګل په خبره هغه پيسي چې د كندن كارۍ او نجارۍ په كسب كې يې ترلاسه كوي د كورنۍ پوره چاره يې په كيږي.
له ريدي ګل څخه مې و پوښتل، چې كندن كاري پر څو ډوله ده او كندن كاري د څه شي په وسيله تر سره كوي او يو ګل په څومره پيسو باندې كندن كاري كوي؟
د تاندې څانګې خپرونه همدومره وه خو كه د خپرونې په اړه خپل نظر له مونږ سره شريكول غواړئ نو موږ ته يې په ليک كې د ازادۍ راډيو پر دې پته راوليږئ.
په كابل كې زموږ د پوسټ بكس شمېره ده ۱۴۷۱ كابل افغانستان او كه انټرنټ ته لاس رسي لرئ نو كولاى شئ چې دغه او د ازادۍ راډيو نورې خپرونې د ازادۍ راډيو پر پښتو ويب پاڼه واورئ او ولولئ.
دغه خپرونه نظيفه رومان چمتو كوي او د خپريدو وختونه يې د شنبې په ورځ د مازديګر ۳ بجې او د دوشنبې په ورځ د سهار ۱۱ بجې خپريږي.
د ځوانانو لپاره د ازادۍ راډیو دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې دږغ له برخې اوریدلای شﺉ