د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۲

كوژده شوي ځوانان ولې له خپلو کوژدنو سره نه شي کتلاى؟

د ځوانانو لپاره د تاندې څانګې د اونۍ په دې خپرونې كې به مو له يوه ځوان هنرمند سره اشنا كړو، د دغه هنرمند خبرې او سندرې به هم واورئ.

او ور پسې به د هغو كوژده شوېو ځوانانو په اړه يو مطلب واورئ، چې تر كوژدې وروسته يې كورنۍ د ليدو اجازه نه وركوي.


د ځوانانو لپاره دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


سندرې د زړه اواز دى

وايي، چې سندرې د زړه اواز دى او د سندرغاړي د زړه اواز د سندرو په وسيله انگازې کوي.

د يوه سندرغاړي لپاره سندرې د هغه د ژوند ته معني وربخښي، ښه او بد حالت په کې د خوږو کليمو په وسيله انځوروي، سندرغاړي وايي چې ژوند هله خوندور وي، کله چې د سندرغاړي سندره د خلكو د ژوند ناخوالې، دردونه او په زړونو كې پټې خبرې بيان كړي او په ورين تندي يي هرکلۍ وكړي.

موږ هم دا اونۍ په خپرونه كې د يوه ځوان هنرمند خبرو او سندرو ته ځاى وركړى دى، دغه ځوان هنرمند نثار لوګری نوميږي،نوموړي د پنځو كلونو راپه دې خوا سيمه ايزې سندري وايې.


نثار لوګرى د سندرو تر څنګ ښه رباب هم غږوي، د مركې پر مهال مې له نوموړي څخه د رباب د غږولو غوښتنه وكړه او چې كله يې د رباب غږول پيل كړه، نو د رباب په غږ كې مې يوه افغاني سيمه ايزه سندره احساس كړه.

نثار وايې، له سندرو ويلو څخه يې هدف د اصلي افغاني موسيقې پالل دي، د نثار په خبره، افغان حكومت اصلي افغاني موسيقي ته خاصه توجه نه ده كړې، خو نوموړى وايې تمه يې داده چې موسيقي ته ښه كار وشي تر څو اصله افغاني موسيقې بيرته له سره وغوړيږي.

د ځوانانو لپاره دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


كوژده

كوژده له واده مخكې هغه دوره ده چې كوژده شوي هلكان او انجونې په خپلو منځونو كې د بشپړې پيژندنې او ښو اړيكو پر رامنځته كېدو فكر كوي.

ځوانان وايي، تر كوژدې وروسته دوي اړتيا لري چې د يوه او بل له كړه وړو،عادتونو، ناستې ولاړې او غوښتنو سره پوره اشنايې پيدا كړي.

دا مهال ګڼ شمېر ځوانان په دې نظر دي چې كه كوژده شوي كسان تر كوژدې وروسته په خپلو كې سره وويني او د خپل راتلونكي ژوند په اړه شريک پلان ولري، نو راتلونكي به يې ښه وي.

خو په افغانستان غوندې دود پاله ټولنه كې كوژده شوي ځوانان نشي كولای د واده تر ورځې پورې يو بل وويني.

د ميدان وردک ولايت اوسيدونکى نادر هغه ځوان دى چې له كوژدې يې ۴ كاله تيريږي خو وايې چې خپله كوژدنه يې لا تر اوسه نه ده ليدلې.

د لغمان اوسيدونكى نويد احمد هم هغه ځوان دى، چې درې كاله وړاندې يي كوژده شوى خو وايې چې د خپلې كوژدنې د ليدلو حق نه لري، نويد احمد وايې كوژده شوو كسانو ته بايد د يوه او بل د ليدلو حق وركړل شي تر څو يو بل ښه وپيژني.

داسې ځوانان هم شته، چې د خپلې سيمې د كلتوري او ټولنيزو مسايلو په وجه له خپلې كوژدنې سره ليدو ته زړه نه ښه كوي، له دغې ډلې ځوانانو څخه يو هم د هلمند اوسيدونكى محيب الله دى چې له كوژدې يې پنځه مياشتې تيريږي.

په افغاني ټولنه كې دا يوازې هلكان نه دي، چې له كوژدې وروسته يې كورنۍ له خپلې كوژدنې سره ليدو ته نه پريږدي، بلكې انجونې هم له دغو ستونزو سره مخ دي.

د لوګر اوسيدونكې زرمينه په دې نظر ده، چې كه كورنۍ له كوژدې وروسته هلک او انجلۍ ته د يوه او بل د ليدو اجازه وركړي نو تر واده وروسته په ګډ ژوند كې بريالي وي.

د غزني ولايت اوسيدونكى ميوند هغه ځوان دى، چې كورنۍ يې د هغه خلاف كوژده ورته كړې ده.

ميوند وايي، د كوژدې په لومړېو كې په دې راضي نه و، چې له خپلې كوژدنې سره واده وكړي، خو وايې كله چې يې له هغې سره وليده نو اوس په دې راضي شوى دى، چې له خپلې كوژدنې سره تر واده وروسته خوږ ژوند پيل كړي.


ګرانو ځوانانو دا وه د تاندې څانګې خپرونه، خو كه د همدې خپرونې په اړه نظر لرئ نو كولاى شي چې له موږ سره يې د ازادۍ راډيو پر دې پته شريک كړئ.

په كابل كې زموږ د پوسټ بكس شمېره ده ۱۴۷۱ كابل افغانستان او كه انټرنټ په لاس رسى لرئ نو كولاى شي چې دغه او د ازادۍ راډيو نورې خپرونې د ازادۍ راډيو پر پښتو ويب پاڼه واورئ او ولولئ.

د تاندې څانګې د خپرونې جوړونكې نظيفه رومان ده، دغه خپرونه د شنبې او دوشنبې په ورځو له ازادۍ راډيو څخه خپريږي.

د ځوانانو لپاره دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG