د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۲

د نن سبا ځوانان پڼۍ د موډ لپاره په پښو کوي او یا سنت پرځای کوي؟

دا دی نننۍ خپرونه زه نظيفه رومان او زما همكاره وږمه رشيدي درته وړاندې كوو.

درنو ځوانانو دا اونۍ مو خپرونه دغو مطالبو ته ځانګړې كړې ده.

د ځوانانو لپاره د ازادۍ راډیو دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د دږغ له برخې اوریدلای شﺉ.


وابه ورئ چې ولې په دې وروستيو كې پڼې يا موچڼې د افغان ځوانانو په منځ كې ډيرې موډ شوي دي، ايا تاسې هم پڼې په پښو كوئ او كنه؟

ورپسې د يوه داسي ځوان د ژوند او كار وبار په اړه غږيږو چې د خپل لاس په زحمت سره يې خلكو او ځان ته ګټه رسولې ده.

دغه ټول مطالب تاسې د تاندې څانګې په خپرونه كې له ازادۍ راډيو اورئ.

پڼې (پایزار)

پڼې يا پايزار د بوټونو او څپليو هغه ډول ده چې نن سبا يې ګڼ شمېر افغان ځوانان د ښايست لپاره په پښو كوي.

په پخوانيو وختونو كې چې بوټونه او څپلۍ هيڅ نه وه او ياهم ډير كم وه نو خلكو به د څرمنې پڼې په پښو كولې، په كتابونو كې راغلي دي چې د اسلام پيغمبر به معمولا څپليو ته ورته پڼې يا په بله اصطلاح (موچڼې) په پښو كولې.

په هغه زمانه كې پڼې د څاروېو له پوستكې جوړېدلې او يوازې ناويانو ته په واده كې د خپل پلار له خوا يوه جوړه د ګلابتونو پڼې وركول كيدلې او ناوې به پڼې له ځانه سره د نيک شګون په ډول تر ډيره وخته پورې ساتلې.

خو د وختونو په تيريدو سره د پڼو بڼې او ډول بدلون ومونده او له چرم، ګلابتونو او د ښكلو رنګونو لرونكو تارونو څخه جوړې سولې او دا دى په دې وروستيو كې يې افغان ځوانان يو ځل بيا په خورا ميني سره په پښو كوي.

د كابل ښار اوسيدونكى زريالى هغه ځوان دى چې په ځينو ځانګړو محفلونو كې د فيشن په ډول پڼې په پښو كوي.

كه زريالى پڼې د موډ په ډول په پښو كوي خو داسې ځوانان هم شته چې موچڼې د افغاني فرنګ او تيرو وختونو دود ګڼي.

د كندهار ولايت اوسيدونكى ګل احمد هغه ځوان دى چې وايي، د موچڼو په پښو كول كه له يوې خوا د تګ پر مهال هوسايې لري نو له بلې خوا يې ثواب هم ډير دى.


دا يوازې هلكان نه دي چې پڼې د بېلابېلو هدفونو لپاره په پښو كوي بلكي انجوني هم پڼې د موډ او فيشن په ډول له ځانګړو جامو سره په پښو كوي.

دا چې نن سبا د افغان ځوانانو په منځ كې كوم ډول موچڼې ډيرې رواج دي، پڼې پر څو ډوله دي او قيمتونه يې څومره دي؟

اوس به د موډ او فيشن له نړۍ څخه د كاروبار نړۍ ته سر ورښكاره كړو.


د ځوانانو لپاره د ازادۍ راډیو دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د دږغ له برخې اوریدلای شﺉ.


بې کاري ځوانانو ته سرخوږی پیدا کړی دی:

د رپوټونو له مخې په افغانستان كې بې روزګاري د ځوانانو په وړاندې سرخوږى او ستونزې راولاړې كړي دي.

وزګارو كسانو ته د كار موندنې د یوې نوې ادارې د خبر له مخې، د افغانستان څلويښت فيصده وګړي بې كاره دي او نه شي كولاى چې د خپلې كورنۍ ورځنۍ اړتياوې برابرې كړي.

په خبر كې راغلې دي چې لسګونه زره افغان ځوانان دا مهال په هېواد كې د كار د نشتوالي له امله په مزدورېو پسې بهرنيو او په ځانګړي ډول عربي هېوادونو ته ځي او له دې زيات په خپلو سيمو كې وزګار ګرځي.

په كابل ښار كې مې دوه هغه ځوانان پوښتلي چې كرۍ ورځ د دغه ښار د سړكونو پر څنډو او څلور لارو د كار پيدا كولو ته د انتظار شيبې شمېري.


خو د كار پيدا كول هم خواري غواړي، كه څوک په ژوند كې يو ځل زحمت وباسي خواري وكړي د يوه ښه كسب په زده كړه كې خولې توي كړي او خپل لاسونه تڼاكې كړي نو خامخا به د خپلو زحمتونو مثبته نتجه ترلاسه كړي.

د خوست ولايت له يوه اوسيدونكي ثمرګل سره په داسې وخت كې مخ شوم چې د كابل ښار د دارلامان په سيمه كې يې د يوه كور رنګمالي كوله، ثمرګل ځان د رنګمالانو مشر راوپيژنده، نوموړى وايې، لا ۱۱ كلن و چې د دغه كسب په زده كړه يې پيل وكړ، ثمرګل وايې په تير ژوند كې يې ډيري ترخې شيبې وليدلي خو دا چې ثمرګل څنګه په دې وتوانيده چې د رنګمالي كسب زده كړي .

ثمرګل چې په تير ژوند كې يې ډيرې ناخوالي او سخت غربت ليدلى دى وايې، دا مهال يې ژوند ښه روان دى او له خپل كسب او ژوند څخه ډير خوښ دى، نوموړی وايي، هغه پيسې چې د رنګمالي په كسب كې يې تر لاسه كوي له خپلې كورنۍ سره يې په خوشحالي مصرفوي.


كه څه هم چې ثمرګل د زده كړو له نعمت څخه بې برخې پاتى شوى دى، خو بيا هم له افغان ځوانانو څخه غوښتنه كوي چې هر ځوان بايد په لومړي سر كې زده كړي وكړي او بيا يو ښه كسب ترلاسه كړي.

د ثمرګل په خبره چې افغان ځوانان يوه نه بل كې څو كسبونو ته لاس اچوي چې بيا نه شي كولاى يو ښه او كاميابه كسب خپل كړي.


درنو ځوانانو د دې اونۍ خپرونه همدومره وه، خو كه د خپرونې په اړه خپل نظر شريكول غواړئ نو موږ ته پر دې پته ليک راوليږئ.

په كابل كې زموږ د پوسټ بكس شمېره ده ۱۴۷۱ كابل افغانستان او كه انټر نيټ ته لاس رسۍ لرئ نو كولاى شئ چې د تاندې څانګې خپرونه د ازادۍ راډيو پر پښتو ويب پاڼه واورئ او ويي لولئ.

د ځوانانو لپاره د ازادۍ راډیو دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د دږغ له برخې اوریدلای شﺉ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG