د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۵

ايا تاسې هم د نيکټايې مينه وال ياست؟

د نن خپرونه مو پر دغو مطالبو را څرخي.

وابه ورئ چې دا مهال ولې د افغان ځوانانو مينه له ټايې سره زياته شوې ده، ايا تاسئ هم د نيک ټايې مينه وال ياست؟

او ورپسې به مو له يوه داسې افغان ځوان سره اشنا كړو، چې په خپله لاسي تجربه خپل ځان او نورو خلكو ته ګټه رسوي.

ايا تاسئ هم د نيک ټايې مينه وال ياست؟

نيكټايې يا په بله اصطلاح ټايې د لباس هغه برخه ده، چې خلک يې په غاړه كې ځړوي، په نړۍ كې د ټايې د رامنځته كېدو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي، خو څيړنې ښيې چې نيكټايې په ۱۶مه پيړۍ كې په انګلستان كې جوړه شوه او بيا د نړۍ د نورو هېوادونو خلكو هم ټايې له منظم لباس يا دريشي سره وكاروله، خو كه وكتل شي په دې وروستيو كې ټايې د افغان ځوانانو په منځ كې هم ډيره دود شوې ده.

یو تن شفيق احمد راته وويل، چې ټايې د انسان د شخصيت په لوړولو كې لاس لري، نوموړى وايي، كه يو څوک په ځانګړېو محفلونو، غونډو او رسمي ځايونو كې ټايې وتړي نو منظم به ښكاره شي.

خو ځیني كسان بيا د كلتوري او ټولنيزو مسائلو له امله نشي كولاى ټايې وتړي، د پكتيا اوسيدونكى سمسور هغه ځوان دى چې وايې ټايې يې خوښيږي، خو وايې چې د دوي په سيمه كې رواج نه ده.

د موډ په برخه كې د هلكانو تر څنګ انجوني هم هڅه كوي چې نوى فيشن وكړي، ښه او عصري شيان ولري، د كابل ښار له يوې اوسيدونكې شملې څخه مې وپوښتل چې څنګه د ټايې د تړلو شوق ور پيدا شو.

پوښتنه دا ده، چې نن سبا د افغان ځوانانو په منځ كې كوم ډول نيک ټايې ډيره موډ ده، د ټايې قيمتونه څومره دي او ځوانان كوم رنګ ډير خوښوي .


د ځوانانو لپاره دا اونیزه ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ

د کسب او هنر زده کړه یوه کورنۍ هوسا ساتي

يو شمېركسان د ژوند په ډيرو ترخو او خوږو كې د ځان لپاره يوښه راتلوونكي او هوسا ژوند لټوي، زحمت باسي، كار كوي او خپل هدف ته ځان رسوي.

هغه كسان چې د هنرونو په زده كولو او د مهارتونو په حاصلولو كې خولې توي كړي بلاخره د خپلو زحمتونو خوږه ميوه ترلاسه كوي.

د كابل د نوي ښار په سميه كې د ګلونو يوه دوكان ته په داسې وخت كې ورغلم چې دوكان په ډول، ډول طبيعي او مصنوعي ګلونو ښايسته و، په دې دوكان كې يو ځوان د ګلونو په جوړولو بوخت و او تر پيژندني وروسته يې خپل نوم رسول خان راوپيژنده، په دوكان كې څو تنو ښځو او نارينوو د ځينو خاصو محفلونو لپاره په زړه پورې ګلونه اخيستل ويي ویل چې د ګل جوړولو كسب د بل هر كسب او كمال په څير خواري غواړي .

تازه ګلونه زړه راكښونكې بڼه او ښه بوي لري او طبيعت هم په ګلونو سره ښه ښكاري، خو څه فكر كوئ هغه ګلونه چې مصنوعي جوړيږي نو بايد څومره زحمت په وايستل شي تر څو ښكلى رنګ خپل كړي او په دوكانونو كې يې اخيستونكي ډير شي.

د ګل جوړولو په اړه مې له ځوان رسول څخه وپوښتل، چې تاسئ ګلونه څه ډول جوړوئ، د ګلونو قيمتونه څومره دي او په جوړښت كې يې له كومو موادو څخه كار اخلئ؟


نوموړى له خپل اوسني كسب او ژوند څخه خوښ ښكاريده، له هغه مې پوښتلې چې خپل اوسنى ژوند له مخكني ژوند سره څنګه پرتله كوي او ورځنى عايد يې څومره دى؟

رسول په دې نظر دى چې كه هر ځوان يو كسب زده كړي او د مهارت څښتن شي نو خپله كورنۍ به له ستونزو وژغوري او يو روښانه راتلوونكى به په مخ كې ولري.


درنو ځوانانو په دې هيله چې تاسي هم د خپلې خوښي كسبونه زده كړئ او د ژوند ستونزې مو پرې حل شي د تاندې څانګې خپرونه پاى ته رسيږي، خو كه د خپرونې په اړه خپل نظر شريكول غواړئ موږ ته پر دې پته خپل نظر په ليک كې راوليږئ.

په كابل كې زموږ د پوسټ بكس شمېره ده ۱۴۷۱ كابل افغانستان او كه انټرنيټ ته لاس رسى لرئ نو كولاى شئ چې همدا خپرونه د ازادۍ راډيو پر پښتو ويب پاڼه واورئ او ولولئ.

د ځوانانو لپاره دا اونیزه ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG