د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۵

انجونې هم په شوق او موډ كې له هلكانو كمې نه دي

د نن په خپرونه كې مو دغه مطالب راوړي دي.

د خپرونې په پيل كې به واورئ چې نن سبا ځوانان د موډ او فيشن لپاره كوم ډول عينكې په سترګو كوي.

د خپروني دوهم طلب مو د هغو ځوانانو په اړه دى، چې د ټافل او ايلټس په ازموينه كې ګډون كوي او له برياليتوب وروسته يو شمېر بهرنيو پوهنتونونو ته د لوړو زده كړو په موخه ځي.

د خپرونې په وروستيو كې ستاسې لپاره سندره هم خپريږي له ازادۍ راډيو سره پاتي سئ.

د ځوانانو لپاره دا اونیزه ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ


فیشني عینکی:

د سترګو چشمې يا په بله اصطلاح عينكې هغه اله ده، چې له روښانه پلاسټيک يا شيشې څخه جوړيږي، عينكې كمزورو سترګو ته د زيات نور د داخليدو د مخنيوي، همدا راز د ګرد او غبار د مخنيوي او موډ لپاره په سترګو كيږي، يو شمېر كسان د صحي ستونزو په خاطر له ذره بيني عينكو څخه كار اخلي، خو كه وكتل شي په دې وروستيو كې ګڼ شمېر افغان ځوانان عينكې د ذوق او فيشن په ډول استعمالوي.

خو داسې كسان هم شته چې د سترګو ديد يې كمزورى دى او نه شي كولاى په اسانۍ سره د ليک لوست په ګډون نورې چارې مخته يوسي، د فراه له يوه اوسيدونكى سليم سره په داسې حال كې مخ شوم، چې د عينكو په دوكان كې يي د ځان لپاره ذره بيني عينكې اخيستلې، نوموړي راته وويل چې عينكې د صيحي ستونزې لپاره په سترګو كوي.


كه ځيني ځوانان عينكې د صحي ستونزې لپاره په سترګو كوي نو تر څنګ يې بيا داسې هم انګيرې چې ګواكې عينكې د انسان د شخصيت په لوړولو كې لاس لري، د كابل ښار اوسيدونكى شفيق الله ولي عينكې د سترګو لپاره ګټورې ګڼي.


خو انجونې هم په شوق او موډ كې له هلكانو كمې نه دي، دوي هم له وخت سره سم په موډ كې بدلون راولي او ليوالې دې چې په ژوند كې له عصري او په زړه پورو شيانو څخه برخمني و اوسي، د مزارشريف اوسيدونكې ژيلا وايې چې هرځوان او پيغله په عينكو ښه ښكاري.


د كابل ښار په تيمور شاهي سرای كې مې له يوه عينک پلورونكي مجيب الرحمن نيازي څخه وپوښتل، چې دا مهال كوم ډول عينكې ډير اخيستونكي لري او عينكې پر څو ډوله دي؟

ټافل او ايلټس كانكورته ورته ازموینه:

ټافل او ايلټس كانكورته ورته هغه ازموينې دي، چې تر هرو دوو مياشتو وروسته د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په پوهنتونو او كالجونو كې كابو د يو ميليون ځوانانو په منځ كې ترسره كيږي، د دې ازموينو بريالي كسان كولاى شي چې په انګريزي ژبو پوهنتونونو كې د زده كړو چانس ترلاسه كړي، په نوموړېو ازموينو كې هغه كسان بريالي كيږي چې انګريزي ژبه يې ښه زده وي، د ټافل او ايلټس په نامه ازموينې په ۲۰۰۳ م كال كې په افغانستان كې پيل شوې، په كابل ښار كې مې د يوه شخصي انسټيټوټ له مشر محمد احسان ساپي څخه پوښتلي چې د ټافل او ايلټس تر منځ توپير څه دى؟


په نړۍ كې ټافل او ايلټس د انګريزي ژبې معياري ازمويني بلل كيږي، راځئ يو شمېر افغان ځوانان هم وپوښتو چې دوي ولې په دغو ازموينو كې ګډون كوي؟


د لغمان ولايت اوسيدونكى شمشاد هم هغه ځوان دى، چې د ايلټس په ازموينه كې يې ګډون كړى وو او په دغه امتحانه كې بريالى شوى دى.


خو داسې كسان هم شته چې په دوه، درې ځله يې د ټافل او ايلټس په ازموينو كې ګډون كړى دى خو بريالی شوی نه دی.

دلته پوښتنه پيداكيږي، چې ولې تر ازموينې وروسته ځيني كسان په دې نه توانيږي چې بريالي شي.

تاندو ځوانانو نننۍ خپرونه همدومره وه كه غواړئ چې له موږ سره خپلې غوښتنې، نيوكې او وړانديزونه شريک كړئ نو پر دې پته يې ازادۍ راډيو ته په ليك كې راوليږئ.

په كابل كې زموږ د پوسټ بكس شمېره ده ۱۴۷۱ كابل افغانستان او كه انټرنيټ ته لاس رسئ لرى نو كولاى شئ چې دغه خپرونه پر دې پته واورئ او ولولئ.

ازادۍ راډیو


د ځوانانو لپاره دا اونیزه ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG