د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۶

ځوانان ولې سګرېټ څکوي؟

د نن په خپرونه كې مو تاسې ته دغه مطالب راوړي دي.

د سينګار د هغو خالونو په اړه مطلب لرو، چې دا مهال د ګڼو افغانو انجونو په منځ كې دود شوي دي، ايا ستاسې هم خوښيږي چې خالونه كښيږدى؟

د خپرونې دوهم مطلب مو هغو ځوانانو ته ځانګړى كړى دى، چې سګريټ څكوي،ايا سګرټ څكول د انسان صحت ته تاوان رسولاى شي او كنه د خپرونې په ترڅ كې به تري خبرسى.

د خپرونې په وروستيو كې د اونۍ سندره هم خپريږي له ازادۍ راډيو سره واوسئ.

د ځوانانو لپاره دا اونیزه ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ


پخوا ولې د سینګار توکي لږ وو

څيړونكي وايې په پخوانيو زمانو كې چې د سينګار شيان ډير لږ وه او يا هم هيڅ نه وه نو اريايې ميرمنو به د تبۍ د لوګي او څو نازكو ستنو په وسيله پر پوستكي داغونه وهل او تر مينځلو وروسته به داغ په شنه رنګي خال بدليدې، چې بيا دغه خالونه هيڅكله نه پاكيدل خو د وختونو په تيريدو سره افغانستان ته له ګاونډېو هېوادونو څخه د بېلابېلو رنګونو او نقشونو لرونكي خالونه راغله او بيا ميرمنو د اصلي خالونو پر ځاى له مصنوعي خالونو څخه كار واخيست.

د اروزګان ولايت اوسيدونكې ډيوه وايې، په په تيرو وختونو كې عصري او سينګار كوونكو شيانو ته لاس رسۍ ډير كم و، نو ځكه خو به ښځو د ښايست لپاره شنه خالونه ايښودل.

ډيوې زیاته کړه، كله چې ماشومه وم نو په خپل تندي باندې يې د ستنو په وسيله شين خال وهلى و، خو وايې دا مهال چې د ښكلو رنګونو خالونه ډير مود شوي دي، نو پر خپل تندي شين خال يې پاک كړى دى او پر ځاى يې له نوېو مصنوعي خالونو څخه كار اخلي.

د هلمند اوسيدونكې سلما وايي، چې مصنوعي خالونه يې ډير خوښيږي، ځكه چې دا مهال يې ډيرې ځوانې انجونې كار وي او پوستكي ته هم تاوان نه رسوي.

كه څه هم چې سلما وويل، چې نن سبا ځوانې انجونې د خال ايښودلو سره خاصه مينه لري، خو داسې انجونې بيا هم شته چې د خالونو ايښودل يې ښه نه ايسي.

د ميدان وردګ ولايت اوسيدونكې باران وايي، چې له خالونو سره هيڅ ليوالتيا نه لري او بې خاله سينګار يې خوښ دى.

كه وكتل شي نو په تيرو كلونو كې به ښځو پر تندي او يا هم د وريزو له پاسه يو څو خالونه كتارول خو دا مهال د خالونو ايښودلو پخوانۍ بڼې بدلون موندلى دى.

اوسنۍ ځوانې انجونې او ميرمنې خالونه په نوي او عصري بڼې سره پر زنه، تندي، لاسونو، پښو او اننګيو په ډير ښكلي نقش او نګار سره ايږدي.

ولې ځوانان د سګرټ څکولو عادت خپلوي

د رپوټونو له مخې افغانستان هره ورځ ۴۴ ټنه سيګرټ واردوي، د پلازمينې كابل په سلو كې ۱۶ اوسيدونكي د تمباكو په څكولو بوخت دي.

د يوې نړېوالې احصايې له مخې چې په كابل كې د زده كوونكو په منځ كې تر سره شوې كابو فیصده ځوانان په سګرټ څكولو اخته دي.

په رپوټونو كې دا هم راغلي چې د سګرټو ارزانه بيې ځوانانو ته د سګرټ څكولو لاره پرانيستې ده، خو دا چې ځوانان ولې د سګرټ څكولو عادت خپلوي

د ملګرو ملتونو د روغتيا نړېوال سازمان په خپل يوه تازه راپور كې ويلي دي، چې په روان ميلادي كال كې به په نړۍ كې ۶۰ لكه كسان د هغو ناروغيو په وجه ومري چې د سګريټو له امله پيداكيږي.

سګريټ د ډيرو وژونكو ناروغيو لكه قلبي ناروغيو، مغزي سكتي او سرطان په رامنځته كيدو كې تر ټولو لوی لامل بلل شوى دى، خو له دې سره سره ځيني ځوانان وينو چې سګريټوته مخه كوي، د اروزګان اوسيدونكې ميرويس همداسې يو ځوان دى، نوموړى وايې كله چې د ژوند ستونزې سخت فشارونه پر راوړي نو بيا خپل پام په سګرټ څكولو بدلوي.

رحمان بابا وايي:

علت لاړ شي له سړي نه عادت نه ځي.
خداى دي كاندې په بد چاره عادت څوک.


زیاتره كسان ګومان كوي، چې د عادت پريښودل ډير سخت دي، خو محمد شفيق هغه ۲۸ كلن ځوان دى چې وايې په ۱۵ كلنۍ يې سګرټ څكول پيل كړه او تر څو كلونو وروسته په اساني سره وتوانيدى چې سګريټ څكول پريږدي.


درنو ځوانانو دا وه د تاندۍ څانګې خپرونه خو كه تاسئ يې په اړه غوښتنې او وړانديزونه لري نو كولاى شئ چې موږ ته خپل نظر په ليك كې د ازادۍ راډيو پر دغه پته راوليږئ.

زمونږ د پوسټ بكس شمېره ده ۱۴۷۱ كابل افغانستان او كه انټرنيټ ته لاس رسۍ لرى نو د ازادۍ راډيو پښتو ويب پاڼه وګورئ، نننۍ خپرونه واورئ او ولولئ.

د ځوانانو لپاره دا اونیزه ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG