نننۍ خپرونه مو پر دغو مطالبو راټوليږي.
د خپرونې په پيل كې د هغو ځوانانو په اړه مطلب لرو، چې بې ځايه لګښتونه كوي، خو ايا دغه ډله ځوانان له دې خبر دي چې د بې ځايه مصرفونو پايلې څه دي؟
په خپرونه كې پر دې هم غږيږو، چې ولې يو شمېزځوانان له ټولنيز ژوند څخه ليرې پاتې دي او څنګه كېداى شي ځوانان په ټولنه كې ګډ ژوند ته مخه كړي؟
بې ځایه لګښت:
ماهران وايې، چې د نوې ځوانۍ عمر خاص روحي بحرانونه لري، د دې عمر كسان د شخصيت او هويت په لرلو او جوړيدلو پسې ګرځي او په دې مرحله كې ښايې د ډير مصرف كولو شوق هم ور پيداشي، د لغمان اوسيدونكى ميرويس وايې، تل هڅه كوي چې په خپل ځان ډيرې پيسې مصرف كړي ترڅو د نورو ځوانانو په منځ كې ښه ښكاره شي.
خو كه وكتل شي نو نجونې هم په لګښتونو كې له هلكانو كمې نه دي، دوي هم هڅه كوي چې هره ورځ نوې جامې واغوندي او لوړ بيه شيان د ځان لپاره خوښ كړي.
يو شمېر نجونې داسې انګيري چې كه په خپل ځان زياتې پيسې ونه لګوي او د لوړې بيې وسايل له ځانه سره ونه لري نو د ټولنې خلک او ملګري به يې په ټيټ نظر ورته وګوري.
د كابل ښار اوسيدونكې مسكا وايي، زړه يې غواړي چې تل ښه او نوي شيان په ځان كې ولري.
متل دى، چې وايې:
له خپلې كمبلې سره سم پښې غځول پكار دي.
د بې وزلو ټولنو ځوانان كه اصراف وكړي ممكين خپلې ټولنې او كورنيو ته ډير ستونزې پيداكړي.
د كابل يوې اوسيدونكې محمودي په نظر د بې ځايه لګښتونو لوی علت د ځوانانو د معلوماتو كموالى او په كلتوري مسايلو نه پوهيدل دي.
ځیني كسان بيا وايي، چې كه يو څوک د ځوانۍ له پيل څخه ځان په اصراف عادت كړي نو د ژوند په ورپسي كلونو كې به د ښه اقتصادي ژوند لرل ورته ستونزمن شي.
ولې یو د یو شمېر ځوانانو یوازیتوب خوښیږي:
د نوي ځوانۍ د عمر خاص روحي بحرانونه كه له يوې خوا ځيني ځوانان د بې ځايه مصرف كولو ته هڅوي نو له بلې خوا يو شمېر نور ځوانان له ټولنې رابيلوي او يوازيتوب ته يې اړباسي.
ځیني كسان په دې باور دي، چې غربت او نيستې ځوانان له ټولنې او خلكو څخه د يوازيتوب دنيا ته بيايي، د دوي په نظر چې له ګوښه ګيره ځوانانو سره دهغه څه توان نه وي چې ټولنه يې تمه ترې كوي.
يوه تازه څيړنه ښيې، هغه ځوانان چې د ځان لپاره له ټولنې او خلكو څخه لېرې ژوند غوره كوي په رواني او ان په جسمي ناروغيو اخته كيږي، د كابل ښار اوسيدونكې بريښنا هم په دې نظر ده چې كه ځوانان په ټولنه كې له يوه او بل سره ښې اړيكې وساتي او د ټولني د بې ځايه غوښتنو په اړه زيات فكر ونه كړي نو نوموړي ځوانان به د ژوند پر ډيرو لويو كړاونو او ستونزو برلاسى شي.
كه څه هم ځيني ځوانان شكايت كوي، چې په اجتماعي ژوند كې يې زړه په تنګيږي او په يوازيتوب كې ځان امن او خوندي احساسوي خو يو شمېر نور ځوانان بيا وايي، چې داسې لارې چارې هم موجودې دي چې وګړي له يوازيتوب څخه را ايستلاى او له ټولنې سره يو ځاى كولاى شي.
دوستانو نننۍ خپرونه هم دومره وه خو كه تاسې يې په اړه نظراو يا هم غوښتنې لرئ نو كولاى شي چې موږ ته يې د ازادۍ راډيو پر دې پته راوليږئ.
زموږ د پوسټ بكس شمېره ده، ۱۴۷۱ كابل افغانستان.
د تاندې څانګې خپرونه جوړونكې نظيفه رومان ده او دغه خپرونه تاسې د اونۍ په دغو ورځو كې اوريدلاى شئ.
د شنبې په مازديګر شپږ بجې او دد وشنبې د سهار پر ۱۱ بجې له ازادۍ راډيو څخه اوريدلاى شئ.
دا خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې څخه واورئ

د خپرونې په اوږدو كې سندره هم خپريږي، دا مطلب تر اخره ولولئ او غږ يي د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې واورئ