په دې هيله چې روغ واوسئ د نن په تاندې څانګې خپرونه كې مو دغه مطالب راغونډ كړي دي.
وابه ورئ چې ولې په دې وروستيو كې ميخک يا نتكۍ د افغانو انجونو په منځ كې دود موندلى، ايا تاسې هم ليواله ياست چې ميخک په پوزه كړئ؟
او ورپسې به د هغو ځوانانو په اړه يو مطلب واورئ، چې ډير په غصه كيږي او د غصې پايلې ته پام نه كوي.
ستاسې د خوښ ساتلو لپاره په خپرونه كې سندره هم خپريږي، له تاندې څانګې خپروني سره واوسئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نتكۍ يا ميخک د سينګار يوه هغه نښه ده چې نن سبا يې زياتې افغانې انجونې د خپلو پوزو د ښايست لپاره په پوزه كوي، ميخک بېلابېل ډولونه لري او دا مهال په ډول، ډول رنګونو او نوې بڼې سره د ښار په دوكانونو كې پلورل كيږي، كه وكتل شي نو په تيرو كلونو كې د ميخک كارول په افغاني ټولنه كې څه ناڅه له منځه تللي وه، خو دا مهال يو ځل بيا په پراخه كچه د ځوانو انجونو او ميرمنو په پوزو كې په عصري بڼه تر سترګو كيږي.
يو شمېر ځوانې انجونې وايې، ميخک يې د جامو او مخ ښايست زياتوي، ځلا هغه پيغله ده چې وايې، له دوه مياشتو راهيسې ميخک په پوزه كې ايږدي او په خبره يې چې خپلو ملګرو ته په كتو سره د ميخک ايښودلو ته ليواله شوه.
درنو ځوانانو كه سينګار انسان ښكلي، ځوان او خوښ ساتي نو قهر او غوسه بيا هغه څه دي چې كابو هر څوک د ناكاميو او بدمرغيو خواته بيايې.
ځواني څنګه دوره ده؟
ځوانې يوه داسې دوره ده، چې انسان په كې ډير ژر غصه كيږي د غزني ولايت اوسيدونكى زريالى وايې، كله چې يې غوسه راشي نو خپل ځان نه شي كابو كولاى او ډير ژور د هرې وړې خبرې په مقابل كې عكس العمل ښئ .
د دې خپرونې جوړونكې نظيفه رومان ده او دغه خپرونه د اونۍ په دغو ورځو كې خپريږي.
شنبې د ماسپښين پر ۶ بجې
د دوشنبې د سهار پر ۱۱ بجې خپريږي په راډيو کې خپریږي.
دا خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ.