د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۵

د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه

په نننۍ خپرونه كې به واورئ، چې ولې په دې وروستيو كې په زياته كچه افغان ځوانانو په خپلو سترګو كې د مصنوعي لينزونو ايښودلو ته مخه كړې ده،ايا لينز د سترګو په وړاندې خطرونه را منځته كوي او كنه، د خپرونې په ترڅ كې به ترې خبر شي؟

او ورپسې به د كورنۍ او ټولنې په وړاندې د ځوانانو د مسووليتو د احساس د اهميت په اړه يو مطلب واورئ.

د خپرونې په وروستيو كې سندره هم خپريږي له ازادۍ راډيو سره واوسئ.

--------

افغان ځوانانو په دې وروستيو كې په خپلو سترګو كې د ډول، ډول رنګ لرونكو مصنوعي لينزونو ايښودلو ته مخه كړې ده، دغه لينزونه چې په ډول، ډول رنګونو د ښار په هټيو كې پلورل كيږي ځوانې انجونې يې د خپلو سترګو د ښايست لپاره په وادونو اود خوښيو په محفلونو كې ايږدي، د كابل ښار له يوې اوسيدونكې رڼا سره په داسې حال كې مخ شوم، چې په ښار كې يې د سودا اخيستلو پر مهال په سترګو كې شنه رنګي لينزونه ايښي وه، نوموړي راته وويل چې سينګار ډوله لينز يې د سترګو ښايست زياتوي.


اوس د سينګار له نړۍ څخه د مسوليتونو نړۍ ته سر ورښكاره كوو.

ځواني هغه دوران دى چې ځوان نه يوازي د خپل ځان په اړه فكر كوي بلکې د خپلې كورنۍ، دوستانو او ټولنې لپاره هم يو مثبت فكر ور سره وي، په ځوانى کـې چې انسان د کوم کار توان لري په بل هيڅ وخت کې يې نه شي لرلاى.

د ځوانۍ په تانده دوره كې وخت او انسانان څنګ پر څنګ قدمونه اوچتوي او په داسې وخت كې د ځوانانو هيلې ډيرې وي، نو له همدې امله د كورنۍ په وړاندې ځيني مسووليتونه هم لري، يو شمېر خلک په دې نظر دي چې كه ځوانان په خپل ژوند كې شته مسووليتونه احساس كړي نو نننۍ ټولنه به د رڼا او پرمختګ خواته ولاړه شي، خو كه وكتل شي نو نن سبا يو شمېر داسې ځوانان شته چې د خپلو مسووليتونو په وړاندې هيڅ احساس نه لري، له دغه ډلې صابر هم هغه ځوان دى چې وايې نه غواړي په دې تنكۍ ځوانۍ كې د خپلې كورنۍ بار پر اوږو واخلي، نوموړى زياتوي.

د دې خپرونې جوړونكې نظيفه رومان ده او دغه خپرونه د شنبې په ماسپښين درې بجې او د دوشنبې د سهار پر ۱۱ بجو خپريږي.

دا خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG