د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۷

د دودیزو او کلتوري مسلو په اړه ځانګړې خپرونه

ټوکه:

د نن خپرونه مو د ټوکو په اړه ده، ټوکه د ولسي نقد هنداره ده. د لنډېو، متلونو، ښېراوو، کنایو او دوعاګانو غوندې یې اکثره وخت ویونکي نا معلوم دي.

ځینې ټوکې سپکې سپورې وي د دغو ټوکو هدف معمولآ د مقابل لوري سپکاوی وي، له ادبي اړخه دا ډول ټوکې هجو بولي خو هغه ټوکې چې مراد ورڅخه شوخ طبعي او په مجلس کې خنداوې، دا سې ټوکې هزل بولي.

کله نا کله ټوکې له طنزسره مغالطه کېږي، حال دا چې ټوکه او طنز ښکاره توپیرونه لري، معمولا د ټوکو ژبه عامیانه اوموضوع یې خندنۍ وي، د ټوکو د کرکټرځانګړنه اکثرآ له وروستۍ خبرې او نتیجې سره غوټه وي ، ټوکه د طنز خلاف لنډه او کرکټرونه یې کم وي.

د ټوکې تر ټولو مهمه ځانګړنه او کمال په وروستۍ جمله کې وي، د دې جملې لوی صفت ایجا ز دی ، وروستۍ خبره باید نا ببر او زموږ له توقع خلاف راوخېژي لکه دا ټوکه:

(ښوونکي زده کوونکي ته وویل: شاباس ته چې هر وخت یخچال ته ځې څه شی خورې ؟ هغه ورته وویل : څپېړه

د دې ټوکې، وروستۍ خبره لنډه او موجزه ده، د زدکوونکي ځواب زموږ د توقع خلاف او ناڅاپي دی خو په طنزکې هر څه له وروستۍ جملې سره نه وي غوټه، ان د وروستۍ جملې تر اورېدلو وروسته ممکن هیڅ و نه خاندو او یا په کومیډي طنز کې ممکن تر پایه څو ځله خندا راشي یا په یو جدي طنز کې ممکن تر غور وروسته له درده له خندا شنه شو .

طنز لیکوال کومېدي طنز د لفظي ظرافتونو په خاطر سپین او جدي طنز تور بولي
دوي طنزونه له لویه سره په دریو برخو ویشي.

۱- لفظي طنز، د موقعیت طنزاو ډراماټیک طنز

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شئ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG