د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۷

د دودیزو او کلتوري مسلو په اړه ځانګړې خپرونه

د نن خپرونه مو د پښتو کلیوالي یا محلي ساز داستان په اړه ده د پښتو کلیوالي ساز ځینې شکلونه خورا مشهور دي لکه د ټپو، داستانونو، چهار بیتو او نور... د ټپو شکلونه د پخوا په پرتله خورا بدل شوي، خو داستان نه یواځې دا چې پالل شوی نه دی ډیری سندرغاړو کورټ هیر کړي پخوا چې به سازیانو ساز کاوه او شپه به پخه شوه نو سندرغاړو به خامخا داستان باله.

د داستان جوړښت لکه قصیده مطلع او مقطع لري، قافیه او ردیف په کې پالل کیږي د ځینو داستانونه بیتونه تر پنځوسو اوړي خو داسې داستانونوهم شته چې یوه کیسه په څو قافیو کې بیانوي، په برخو برخو یې ویشي.

معمولا داستانونه په حماسي یا صوفیانه کلام پیلیږي وروسته ورو، ورو ساه اخلي او مستیږي لکه بابولاله چې په پیل کې ورو او بیا یې راګ وتال بدلیږي او مستيږي.

داستان معمولا د حاضر مجلس په دوعا او ټپو پای ته رسیږي ځینې داستانونه لکه د ادم خان او درخانۍ، د یوسف خان او شیربانو، د موسی جان او ګل مکۍ ډیر مشهور دي نو که غواړئ پوه شئ چې داستانونه څنګه بلل کېدل خپرونه واورئ.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شئ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG