د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۷

د دودیزو او کلتوري مسلو په اړه ځانګړې خپرونه

پوستین د انسانانو ډېره لرغونې جامه ده خو دا خبره ډېره دقیقه نه ده معلومه چې انسان له کله راهیسې د ژوېو له څرمنو استفاده پیل کړې ده ځینې اثار ښیي چې تر میلاد ۴۵۰۰ کاله مخکې هم انسانانو د ځانونو د پټولو لپاره له څرمنو کار اخیستې.

او تر میلاد ۴۰۰۰کاله مخکې یې څرمنې د فرشونو په ټوګه کارولې دي او تر میلاد درې زره کاله مخکې په لرغوني روم کې پوستین ګنډل یو مستقل کسب و او هغه وخت به د روم د ډیرو خدایګوټو په ولیو د پرانګ پوستینان پراته ول او نو رو شتمنو به هم د پړانګ د څرمنو پوستینان اغوستل.

په افغانستان کې د پوستین ګنډلو دقیق تاریخ نه دی معلوم خو ډیری پوستین ګنډونکي وایي، چې دا ډېر لرغونی کسب دی که غواړئ پوه شئ چې دا کسب اوس چېرته کېږي وده یې کړې او که د نورو ځېنو کسبونو په څېر په ټپه ولاړ دی خپرونه واورئ.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شئ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG