په افغاني فکلور ساز او سندرو کې د داسې لارو او سندرو کمی نه شته چې په ځینو تاریخي شخصیتو مهمو پېښواو نامتو کسانو پورې بللې شوي دي.
دا سندرې ډیرې په دیرو حجرو کې کلیوالو سندرغاړو بللې خو چې تر موږه را رسېدلي د ا بیا د هغو سندرغاړو برکت دی چې د کابل راډیو په سټډېوګانو کې یې ثبت کړي دي.
هغه چې نه دي ثبت شوي د سازیانو له یو نسله و بل ته هیرې شوې، اوس یې یو نیم سروکي که چیرته د سپین سرو او سپین ږیرو په یاد وي موجود نسل نه دی ورخبر:
( د کنړ غلا محمده باړې له مه ځه ساپو ډیر وژلي دینه)
په امیرعبدا لرحمن خان پسې یوه سندره بلله شوې چې سروکی یې دی:
( شاه عودرامانه زوروره د شاغاسي کلا دې ولی ورانوله)
چې دا سندره بیا وروسته خان قرباغي ا و فرهاد دریا هم بللې، همداسې په بهرام خان پسې یو سندره مشهوره ده، د غزني ولسي سازیانو د مشهور ولسي سندر غاړي سلطان تر مرګ وروسته په هغه پسې دا سندره بللې وه:
( سلطان جانه مځه له میدا نه جانانه )
همداسې د بیرګټ عبدالاحمد خان تر مرګ وروسته په هغه پسې یوه سندره بلله شوې وه چې بیا وروسته د افغانستان نامتو سندرغاړي بیلتون ویلې.
نن چې مو کومه سندره غوره کړې دا سندره هم لومړی ولسي سندغاړو بللې بیا د هېواد مشهور سندرغاړي او باجه غږونکي استاد محمد الدین ذاخیل او میرمن پروینې به غبرګو اوازونو کې ثبت کړې خو دا چې دا سندره تر څه پورې ویله شوې نو خپرونه وارئ.
دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شئ.