ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

ځانګړې مرکه

د مارجې ولسوال : په مارجه کې خلک مرستو ته اړ دي

12.12.1388
په دې وروستیو کې افغان او نړېوالو ځواکونو وویل چې د هلمند د مارجې ولسوالي یې د حکومت د مخالفو وسلوالو له حضور څخه پاکه کړې ده . افغان دولت حاجي عبدالظاهر ارین په دې ولسوالۍ کې د ولسوال په توګه ټاکلی دی .

افغان چارواکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې له خلکو سره د مرستې او د بیا رغونې د پروژو د عملي کولو پراخ پلانونه لري . خو د مارجې ولسي خلک چې ژوند اوسېمه یې پوځي عملیاتو زپلې، وايي تر اوسه یې د ستونزو د هواري لپاره کوم د پام وړ کار نه دی شوی .

د مارجې لپاره نوی ټاکل شوی ولسوال د خلکو ستونزې پر ځای ګڼي او له لوړوپوړو چارواکو څخه دې ولسوالۍ ته د لا ډېرې پاملرنې د ور اړولو غوښتنه کوي .

د حاجي عبدالظاهر ارین سره په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي مرکه کړې او ورسره د مارجې ولسوالۍ په تازه حالاتو غږیدلی دی .

دا مرکه له دې ځایه واورﺉ :

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
     
ستاسو تبصرې
دلته تراوسه پورې چانظرنه دی ورکړی .تاسودلومړني نظرورکوونکي په توګه رامخکې شۍ
     
د حرفواندازه - +

ږغ اوتصویر

ږغ

د مارجې له ولسوال عبدالظاهر ارین سره مرکه واورﺉ

اړیکي

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس