د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

نیوز ویک: ولې د کندز جګړه دومره اهمیت لري؟


یوشمېر نړېوالو رسنیو د کندز د سقوط او له خلکو سره د طالب وسله والو د چلند په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې په تېرو څو ورځو کې په کندز ښار کې د طالبانو له خوا د شوو ظلمونو په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، اوسنیو طالبانو په کندز ښار کې په تېرو څو ورځو کې هم هغه اعمال ترسره کړل چې د دې ډلې امر بالمعروف څانګې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې ترسره کول.

نیویارک ټایمز وايي، د کندز له نیولو سره سم ښاریان وېرېدل او ټول په خپلو کورونو کې پټ شول.

د مطلب لیکوال وايي، ښايي همدا علت و چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور خپلو پلویانو ته یو لیک واستوه او په هغې کې له خلکو سره د زیږ چلند د نه کولو سپارښتنه وکړه. خو ژر څرګنده شوه چې د منصور پلویان د خپل مشر سپارښتونو ته توجه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې عیني شاهدانو ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان په کندز ښار کې کور په کور په خلکو پسې ګرځیدل.

نیوزویک:

نیوزویک مجلې بیا پوښتنه کړې ده چې ولې د کندز جګړه دومره اهمیت لري؟

نیوزویک لیکلي، په کم وخت د طالبانو له خوا د کندز ښار نیول کېدو افغانستان افغان حکومت ته بوږنونکي پیغام و.

خو دا چې ولې د کندز جګړه اهمیت لري؛ نیوز ویک يې په اړه لیکي، کندز لومړنۍ ښار دی چې په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو څوارلس کال وروسته دې ډلې ونیو. کندز د افغانستان پینځم لوی ښار دی او دا ښار له دې امله هم سمبولیکه بڼه لري چې په ۲۰۰۱ کال د طالبانو له لاسه وتونکي وروستی ښار و.

د برتاني د نړیوالو امنیتي څیړنو د مرکز کارپوهې وینټر بوتهم نیوزویک مجلې ته ویلي؛ کیدای شي، د افغانستان د سولې خبرې راتلونکې کال بیا پیل شي؛ خو که طالبان د قوت په موقیعت کې ځان برابر کړي؛ نو د دې ډلې سخت دریځې غړي به بیا استدلال کوي چې که له پوځي لارې پرمختګ کولی شي؛ نو بیا د سولې خبرو ته څه اړتیا ده.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې بیا د کندز ښار د سقوط د سیمه ییزو علتونو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

فارن پالیسي لیکي، د کندز ښار د سقوط په اړه ګواښونه ښکاره وو او طالبانو له اونیو راهیسې د دې ښار د نیولو لپاره په ګڼمیشتو سیمو کې خپل افراد او مهمات برابرول او د تاجک او چیچن وسله والو په شمول يې نوي وسله وال جذبول.

د فارن پالیسي په وینا، د کندز ښار د سقوط د مخنیوي لپاره لازم او جدي اقدامات ونشول.

خپرونې د کندز ښار د یوه اوسیدونکي په حواله لیکلي طالبان په ښار رانغلل بلکې په ښار کې راشنه شول.

د مطلب لیکونکی وايي، د افغانستان د شمال امنیت وروسته تر هغې خراب شو چې پاکستان په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات وکړل.

د چیچین، ازبکستان، تاجکستان او اویغور سلګونه وسله وال له شمالي وزیرستان څخه د افغانستان شمال ته لاړل او په مختلفو سیمو کې يې ځانونه خای پرځای کړل.

فارن پالیسي وايي، دا مهال په فاریاب ولایت کې سلګونه ازبک وسله وال د روزنې کمپونه لري او دا مهال د راتلونکو لویو جګړو لپاره ځانونه چمتو کوي.

خپرونه وايي، د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې لپاره یو جدي خبرداری دا دی چې په شمال کې جنګ سالاران؛ د نشه یي موادو مافیا او فاسد امنیتي چارواکي د وسله والو په تجهیز او تمویلولو کې رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG