د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

"د غور د وروستۍ پیښې په اړه دې څیړنې وشي"


د بخښنې نړېوال سازمان یا امنیسټي انټرنشل په خپله انټرنټ پاڼه په خپورکړي مطلب کې لیکلي:

په غور ولایت کې د زنا په تور په دورو د یوې ښځې او سړي د وهلو د پیښې په اړه باید تحقیقات وشي.

امنېسټي انترنشل وايي، دا پیښه یو زشت عمل دی او افغان چارواکي باید د دې له عاملانو پوښتنه وکړي.

د افغانستان لپاره د بخښنې د نړېوال سازمان مسوله حوریه مصدق وايي، افغان حکومت باید د غور د پیښې په باب پلټنه وکړي څو یقیني شي چې له عاملانو سره قانوني چلند شوی دی.

میرمن مصدق ویلي دی یوې ابتدايي محمکې له خوا د سلو دورو د حکم عملي کول د اندیښنې وړ دی.

د بشري حقونو سازمان هم د غور د پیښې په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې راغلي په خپره شوې ویډیو کې ښکاره کیږي چې یو شمېرکسان په څوکیو ناست دي او په دورو د یوې ښځې او سړي د وهلو ننداره کوي.

د بشري حقونو سازمان وايي، په ویډیو کې ښکاره شوې ځای داسې نه ښکاري چې ګواکې د طالبانو تر واک لاندې سیمه به وي.

د غور ابتدايي محکمې دوه ویشت کلنه زرمینه د یو ویشت کلن احمد سره د زنا په تورمحکومه کړه او په سلو دورو يې ووهل.

د بخښنې نړېوال سازمان وايي، د افغانستان د ولسوالیو قاضیان په داسې حال کې چې په دفترونو کې يې دورې ځوړندې دي، له صلاحیت پرته په دورو د وهلو پریکړې کوي.

فارن پالیسي خپرونې په کابل کې د ریکا کانفرانس د اهمیت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

فارن پالیسي لیکي:

د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ کانفرانس په دې هېواد کې د ثبات د راوستو لپاره د نړېوالې ټولنې د فرصتونو او چیلنجونو اهمیت په ډاګه کوي.

فارن پالیسي له څو اړخونو د افغانستان لپاره د ریکا کانفرانس او د ابریښومو د لارې د اهمیت یادونه کوي.

د مقالې لیکوال وايي:

لومړی دا چې د چین په مشرۍ د ابریښومو د لارې په اقتصادي کمربند کې افغانستان او د سیمې یو شمېرهېوادونه شامل دي.

دوهمه دا چې د ابریښومو د عصري لارې په دهلیزکې چې ترکیه يې مشري کوي هم افغانستان غړیتوب لري او دغه رازد ابریښومو د نوي لارې په ابتکارکې چې امریکا يې ملاتړ کوي، هم افغانستان ګټه لري.

فارن پالیسي د ریکا کانفرانس په اړه لیکلي چې د دې غونډې بریالیتوب به دا په ډاګه کړي چې ایا د سیمې هېوادونه د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې همکاري کوي او کنه.

د خپرونې په باورپه افغانستان کې د امنیت له ټینګښت پرته به د ابریښومو د لارې په شان له سترو پروژو ګټه اخستل ستونزمن کار وي.

XS
SM
MD
LG