د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

اغاجان معتصم: طالبان په دوو ډلو ویشل شوي دي

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې د طالبانو د منځنۍ کچې د یو مشر اغا جان معتصم په حواله لیکلي، چې ډیر کم شمیر طالبان تند لارې او د پخلاینې له بهیر سره مخالف دي.

ورځپاڼه لیکي، چې مولوي اغا جان معتصم، چې خپله د سولې او پخلاینې د ملاتړ له کبله له مرګونې حملې ژوندی وتلې وایي، چې اکثره طالبان د پخلاینې پلویان دي او غواړي د افغانستان موجوده ستونزه د خبرو له لارې هواره شي.

ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلې معتصم وایی، اکثره طالبان او مشران یی په افغانستان کې د یو پراخ بنسټ حکومت پلویان دي، چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړای شي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا مولوي معتصم د طالبانو یو مهم مشر بللې او لیکلي، چې ده غوښتل، چې د ټولو ګوندونو په خوښه پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي، خو په افغانستان او پاکستان کې به ځینو تند لارو طالبانو ددې نظر مخالفت کاوه.

ورځپاڼه لیکي، چې د مولوي معتصم همدا هڅې ددې سبب شوې، چې پر ده حمله وشي او اوس په ترکیه کې تر درملنې لاندې دې.

ورځپاڼه لیکي، چې له معتصم وروسته په پاکستان کې د طالبانو دوه مشران، لکه د طالبانو د وخت ددفاع وزیر ملا عبیداله او ددې ډلې د کلتوري کمیټې مشر استاد یاسر په بند کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې پاکستان پر دوی شک کاوه، چې له غوښتنو یی سرغړاوی کوي او خپل سرې شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا له دې وروسته د طالبانو یو بل قومندان ملا اسماعیل له خپلو پنځه ویشتو ملګرو سره په کویټه کې یوازې ددې لپاره ووژلې شو، چې له افغان حکومت سره یی د سولې خبرې کړي وې.

د ورځپاڼې په وینا دا پیښې ښیې، چې طالبان اوس په خپلو کې بدګمانه شوي او د مولوي معتصم په وینا دوی په منځلارو او تند لارو سره ویشل شوي دي.

خو محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د طالبانو د ځینو مشرانو د وژلو پر سر ددوی د قومندانانو او کویټه میشتو مشرانو ترمنځ ترینګلتیا په زیاتیدو ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې د جنګ په لیکو کې پتو طالب قومندانانو په پاکستان کې خپلو مشرانو ته خبردارې ورکړې، چې که د هغوی د دیرشو وژل شویو ملګرو د وژنې د عواملو په اړه وضاحت وړنکړي، نو دوی به خپله لاره ورسره جلا کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې په ځینو رپورټونو کې ویل شوي، چې همدا اوس په پاکستان کې له څلویښتو زیات طالب مشران او قومندانان بندیان او یا هم نظر بند دي او پاکستان غواړي له دې لارې په افغانستان کې د جګړې د اور د تودولو لپاره هڅې وکړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې پاکستان په ورته وخت کې د سولې د هڅو د سبوتاژولو هڅې هم کوي او ممکن د مولوي ارسلا رحماني وژنه هم ددغو هڅو یوه برخه وي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د مخنیوي لپاره په ګاونډ کې لویی هڅې روانې دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د ایران او پاکستان د هڅو په پایله کې طالبانو او د حکمتیار حزب اسلامي ډلې له حکومت سره د سولې پر ځای د جګړې لاره غوره کړه.

ورځپاڼې لیکلي، چې ایران او پاکستان دواړه د یو پرمختللي افغانستان زغم نلري او بیلابیلې ډلې ګماري څو په هیواد کې ورانکارانه فعالیتونه وکړي.

ورځپاڼې په نهایت کې دغو ستونزو ته په اشارې نړیوالې ټولنې ته سپارښتنه کړې، چې په شیکاګو کې دې، د افغانستان د لانجې د هواري لپاره اغیزناکې لارې ولټوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG