د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۷

د ارسلا رحماني وژنه د سولې هڅې زیانمنوي

ارسلا رحماني
ارسلا رحماني

د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړي مولوي ارسلا رحماني وژل کیدل هغه مسله ده چې د غرب په زیاتو معتبرو ورځپاڼو کې تبصرې ورباندې شوې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې، د دې پېښې په اړه د سولې د عالي شورا د بل غړي مولوي شفیع الله نورستاني خبرې راخیستي دي.

ښاغلي نورستاني ویلي، رحماني د سولې په پروسه کې د منځګړیتوب لپاره مهم رول درلود، د طالبانو په منځ کې د اعتبار خاوند وو او وژل کیدل به یې د سولې هڅې متاثره کړي. د ده قتل ستره ضایعه ده.

نیویارک ټایمز لیکي، سره له دې چې مولوي ارسلا رحماني د طالبانو د رژیم له لوړ رتبه چارواکو وو، د مولوي شفیع الله نورستاني په باور، د منځ لاري دریځ خاوند وو.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد نیویارک ټایمز ته ویلي دي، چې دوی په دې پيښه کې لاس نه لري. مجاهد ویلي:

″موږ متعهد یو چې په اصطلاح د سولې د دې عالي شورا د غړو په ضد خپله مبارزه جاري وساتو، خو ټینګار کوم چې د وروستۍ پيښې شاته طالبان نه وو.″

نیویارک ټایمز اشاره کوي، چې هغه سړی طالبانو ګومارلی و، چې په لنګوټه کې یې بم پټ کړی و او د سولې د عالي شورا پخواني مشر برهان الدین رباني یې وواژه.

بله امریکايي ورځپاڼه، واشنګټن پوسټ هم په ورته مساله تبصره لري او د پخواني شوروي له خوا د افغانستان د اشغال له پیل راهیسې یې د هغه د فعالیتونو لنډیز خپور کړی دی.

واشنګټن پوسټ لیکي، چې رحماني د طالبانو د رژیم د لوړو او مسلکي تحصیلاتو د وزارت مرستیال پاتې شوی و؛ خو له هغو محدودو طالب چارواکو و، چې د رژیم تر سقوط وروسته له تشدد سره یوځای نه شو.

د ورځپاڼې په وینا، رحماني هڅه کوله، چې د ولسمشر کرزي د حکومت او د طالبانو د مشرانو ترمنځ د مذاکرو د لارې خلاصولو لپاره له خپل مخکني نفوذ او اعتبار څخه کار واخلي.

مولوي ارسلا رحماني، اویا کلن او د اسلامي علومو له پوهانو و. دی په دوه زره لسم کال کې، د سولې د عالي شورا له تشکیل سره سم، شورا دغړي په توګه وټاکل شو.

مولوي ارسلا رحماني، تل په افغانستان کې د روانې لانجې د حل او د طالبانو د رول د څرګنوالي په اړه خپل نظر له مطبوعاتو سره شریکول.

ارسلان رحماني تیره میاشت، په خپل کور کې د واشګټن پوسټ ورځپاڼې د کابل خبریال ته ویلي وو:

″د طالبانو د کورنیوغړي ماته راځي او راته وايي، چې که زما ورور راخلاص کړﺉ نو زه به د سولې له هڅو سره همکاري وکړم.

د ورځپاڼې په باور، ارسلا رحماني د روغې جوړې د پروسې د لا پرمختګ لپاره له هڅو سره سره، ځينې وختونه زړه نا زړه څرګندیده.

واشنګټن پوسټ وايي، ښاغلي رحماني، یوه ورځ، تر دې مخکې چې ټلیفون کیږدي، وویل، هغوی هر وخت وايي، چې بې ګناه دي، خو اکثرا درواغ وايي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG