ډیلي ټلګراف:
د انګلستان چاپ ډیلي ټلګراف ورځپاڼې د ښاغلي کرزي دې وینا ته اشاره کوي او لیکي، کله چې تاسو د نورو په جګړه کې ښکېل کېږئ نو لږترلږه باید ډاډه واوسئ چې هغه کسان چې تاسو یې ملاتړ کوئ، حتی که مو له ستراتېژۍ سره مخالف هم وي، درسره ملګري دي.
د ورځپاڼې په وینا، ناټو په افغانستان کې سل زره سرتېري لري، چې د ښاغلي کرزي د حکومت ملاتړ کوي، نو په طبیعي ډول تمه دا ده چې ښاغلی کرزی هم باید له دې قواوو سره په څنګ کې ولاړ وي.
ورځپاڼه زیاتوي، دا د درک وړ ده چې ښاغلی کرزی د ملکي وګړو د تلفاتو، د فساد د له مخنیوي لپاره د لویدیځو هېوادو له فشار او حتی د ناټو د عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل له نویو تګلارو څخه، چې غواړي د افغان ځواکونو د جګړې شېوه بدله کړي ستومانه او په غوسه شوی دی، خو ورځپاڼه لیکي، دا هم باید روښانه وي چې نړیوال ځواکونه په حقیقت کې د ښاغلي کرزي لپاره جګړه کوي او د دوی دې هڅو ته باید احترام او درناوی وشي.
ورځپاڼه لیکي، دا په نهایت کې د ښاغلي کرزي کار دی، چې له کلونو جګړو وروسته د نړیوالې ټولنې له هڅو څخه د طالبانو د ماتولو او د خپل هېواد د بیارغونې په ګټه کار واخلي.
خو ډېلي ټلګراف لیکي، چې د افغانستان د انتخاباتو په کمیسیون کې د ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې ورځې څرګندونې له دې قواعدو سره مطابقت نه درلود او د لویدیځ له هڅو سره د ورځپاڼې په وینا، د ده د وفادارۍ په برخه کې تر یوه حده پورې شکونه رامینځ ته کوي.
انډي پنډنټ:
انډي پنډنټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې یوې بلې موضوع ته اشاره کړې ده او لیکي، د افغانستان په جنوب کې د ناټو د ځواکونو په وړاندې یوه نوې جبهه پرانیستل شوې ده، چې د تبلیغاتو جبهه ده.
ورځپاڼه لیکي، طالبانو په دې وروستیو کې په څو ژبو د داسې یوې رنګه مجلې په خپرولو پیل کړی، چې د هرچا پام له لیرې ځان ته اړوي.
دا مجله په پښتو، عربي، دري، ازبکي، او نورو ژبو خپرېږي څو له بېلابېلو سیمو څخه جنګیالي خپلو لیکو ته را جذب کړي.
د دې مجلې په هره ګڼه کې د افغان حکومت او مرستندویو هېوادونو نیمګړتیاوې په بېلابېلو بڼو خلکو ته بیانېږي، څو خلک د ولسمشر حامد کرزي د حکومت او په دې هېواد کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو پرضد راوپاروي.
د انډي پنډنټ په وینا، د ناټو تړون او امریکا په تبلیغاتي برخه کې د افغانستان د جنوب په سیمو کې ډېر فعال نه دي او نشي کولای خلکو ته خپل پیغام په وضاحت سره ورسوي.
انډي پنډنټ زیاتوي، د ناټو ځواکونه د افغانستان په جنوب کې ډېر په جګړو کې ښکېل دي او ډېر تمرکز یې پر پوځي فعالیتونو دی، په داسې حال کې چې تبلیغات په هره جګړه کې خاص اهمیت لري او د ناټو تړون د تبلیغاتو په برخه کې هم باید له طالبانو سره سیالي وکړي او پرې نه ږدي، چې د طالبانو خپرونې د افغانستان د خلکو ذهنیتونه مخشوش کړي.