د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۱

دوشنبې د وري ۹مه

افغانستان ټايمز:اوباما په افغانستان كې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د لا زياتوهڅوغوښتنه كړې.
افغانستان ټايمز:اوباما په افغانستان كې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د لا زياتوهڅوغوښتنه كړې.

په کابل کې نننیو ورځپاڼو د افغانستان ګڼې ستونزې په خپلو مطالبو کې راخیستي دي، چې دلته مو په یوه مطلب کې راچاڼ کړي دي.

سرنوشت:

دې نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان په جنوب كې د بهرنيو ځواكونو د حضور په اړه بحث كړې او ليكلي، چې د امريكا د پلان له مخې بريتانوي ځواكونه له هلمند څخه وځي او خپل ځاى امريكايي ځواكونو ته پريږدي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا په كابينه كې د سرپرستو وزيرانو په حضور تبصره كړې او پوښتلي دي، چې دا سرپرست وزيران به تر كومه په كابينه كې موجود وي او ولې نوې وزيران نه پيژندل كيږي.

په ورځپاڼه كې د افغانستان د ملي پوليسو په وړتياو هم بحث شوې او ليكل شوي، چې زيات كلونه پكار دي، څو افغانستان د يو اغيزناك او موثره پوليس خاوند شي.

انيس:

دې دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې له افغان ولسمشر حامد كرزي سره د امريكا د ولسمشر بارك اوباما د ليدنې خبر وركړې او د دواړو مشرانو انځور يى هم خپور كړې دې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په كندهار كې د پوځي عملياتو او د هغې د پايلو په اړه بحث كړې.

ورځپاڼې ليكلي، چې د دې عملياتو له پيل نه مخكې بايد د هغې ټول اړخونه وڅيړلې شي او د دې عملياتو عملي اړخونه په پام كې ونيولې شي.

ورځپاڼې د امريكا او پاكستان ترمنځ د ستراتيژيكو خبرو په اړه هم يو مطلب خپور كړې دې.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د روانو پېښو په اړه بحث كړې او په خپل لومړي مخ كې يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې افغانستان د منځني ختيځ د ستراتيژيو د تقابل او تعادل په مركز بدل شوې.

په ورځپاڼه كې په پاكستان كې د طالب مشرانو د نيولو په موضوع هم تبصره شوې او په دې ترڅ كې د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي په حواله ليكل شوي، چې پاكستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د بهير د زيانمنولو مسؤل دې.

ورځپاڼې په دوام كې د كای ايډه په حواله ليكلي، چې ملګري ملتونه به په افغانستان كې د تفاهم د رامنځ ته كولو لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړي.

په افغانستان كې اداري فساد او له هغې سره مبارزه د ورځپاڼې بل مهم سرليك جوړوي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د روانو پېښو په اړه يو تفصيلي مطلب خپور كړې او ليكلي، چې د افغانستان روان بحران افغان مشران حلوي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ملګري ملتونه هم اوس په دې پوه شوي، چې د افغانانو او د دوى د مشرانو د همكارۍ پرته نړېوالې هڅې كوم ځاى نه شي نيولې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د لا زياتې همغږۍ په اړه بحث كړې او ليكلي، چې نړۍ په افغانستان كې د همغږۍ د رامنځ ته كولو پرته برې نه شي ترلاسه كولې.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

هېواد په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې په ټولو برخو كې د لا زياتې همغږۍ د رامنځ ته كولو غوښتنه كړې.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د روغتيايي خدماتو په پياوړې كولو بحث كړې او ليكلي، چې ټولو خلكو ته بايد دا خدمات ورسولې شي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې بيا كابل ته د امريكا د ولسمشر بارك اوباما د سفر تفصيلي رپورټ خپور كړې او ليكلي، چې د امريكا ولسمشر په افغانستان كې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د لا زياتو هڅو غوښتنه كړې.

د ورځپاڼې په سرمقاله كې په افغانستان كې د قضايي ادارو د پياوړې كولو په موضوع بحث شوې او ليكل شوي دې ادارو ته پاملرنه د افغانستان د روانو حالاتو يوه اساسي اړتيا ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG