نیویارک ټایمز:
نيو يارک ټايمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې خپلې يوې ليکنې ته دغه سرليک ورکړى سخت قواعد هم ونه توانېدل د بې ګناه خلکو د تلفاتو مخه ونيسي په يوه برخه کې يې راغلي:
کله چې د ناټو کاروانونه له امنيتي پوستو او هغو سيمو تېرېږي، چې ډېر موټر ورباندې تګ راتګ کوي، نو دوى کله- کله ډزې کوي او دغه کار د افغانانو وېره زياته کړې، دوى فکر کوي په افغانستان کې د غربي ځواکونو عمليات له معافيت څخه برخمن دي.
خو د نقليه وسايطو د تګ راتګ په سيمه کې د ناټو د کاروانونو له خوا ډزو ته په عسکرۍ کې د متحرکو ځواکونو معترضه پېښه وايي.
د پوځي قوماندانانو په باور، د ملکيانو تلفات په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو ماموريت ته زيان اړوي او دا د نا اميدۍ سبب کېږي.
نيويارک ټايمز ليکي، وروسته له هغه، چې جنرال سټینلي مک کریسټل په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشري واخيسته، پرېکړه يې وکړه، د يوه دستور او لارښود له مخې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو مخنيوى وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو د ادارې په وينا، دغه لارښود د دې سبب شو چې د تېر کال په نسبت د امريکايي، ناټو او افغان ځواکونو له خوا ملکي تلفات ٢٨ فيصده راکم شي.
د دې تر څنګ جنرال مک کرسټل په وروستېو کې د امريکا د ټولو ځانګړو ځواکونو کنټرول هم واخيست، چې د ناټو د چارواکو په وينا، د ځانګړو ځواکونو له خوا ملکي تلفات له يوې خوا او د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ اړتيا بله خوا، په دې تصميم کې رايوځاى شوي.
جینس:
د انګلستان چاپ جينس خپرونې بيا په خپله وروستۍ ګڼه کې د سيمې په اړه يوه ليکنه خپره کړې، چې د افغانستان مسايل يې هم په کې رانغاړلي. د دې ليکنې سرليک يې دى د افغانستان او تاجکستان د يووالي تغذيه او وده د ليکنې په پيل کې راغلي:
که څه هم افغانستان او تاجکستان په فرهنګي او توکميز يا نژادي لحاظ ځينې مشترک وجوهات لري، خو په تاريخي لحاظ، د دغو هېوادونو سياسي روابط محدود وو، چې يولامل يې د متقابلې بدګومانۍ موجوديت وو.
د خپرونې په حواله، په ايران کې د نوروز په جشن کې د حامد کرزي او د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان ګډون، په سيمه کې د ايران نقش زياتوي، خو ايران بيا هم له خپل ختيځ ګاونډي، افغانستان سره خپل نژدېوالى د خپل سياسي او فرهنګي نفوذ لپاره، له برکت او عزته ډکه زمينه ګڼي.
اوس پوښتنه دا ده، چې ايا ايرانً په رښتیا غواړي کابل او دوشنبې سره نژدې کړي؟
جينس د مقالې په پاى کې ليکي، که څه هم د ايران دغه منځګړيتوب او د هېوادونو د نژدې کولو هڅه په سيمه کې د تبارز يوه نښه ده، خو په درې اړخيزو اړيکو او پروژو کې ايران، د اساسي محرک رول لوبوي.
بيا هم ځينې نښې نښانې شته، چې دوشنبه او کابل غواړي د ايران له منځګړيتوب پرته هم دوه اړخيزې هڅې سره شريکې کړي.
دا يو نوى واقعيت دى، که څه هم په دوه اړخيزو اړيکو کې د پام وړ او بالقوه اهميت موجود دى.