وال سټریټ ژورنال:
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې "د امریکا اردو غواړي په افغانستان کې د خپلو عسکرو له ځاې پر ځاې کولو سره تړلې ستونزې حل کړي" تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.
د ورځپاڼې په لیکنه د هغه نوی پروګرام پر اساس، چې د جنرال مک کرېسټل په رهبرې طرح شوې دی، له دې وروسته هغه امریکايي عسکر چې یو وار یې په افغانستان کې خدمت کړی دی، بېرته په هغوځایونو کې ځای پر ځای کیږي، چې مخکې یې هلته فعالیتونه کړي دي.
له دې پرېکړې سره به امریکايي عسکر یوازې په هغو سیمو کې فعالیت کوي، چې له څیرو او اراضي سره اشنا وي او د دې ضرورت به نه وي، چې له سیمې او خلکو سره د اشنايي پیدا کولو په خاطر زیات وخت ضایع کړي.
ورځپاڼه د امریکا د پوځي مقاماتو په حواله زیاتوي، چې تردې وړاندې د امریکا پوځیانو په هره سیمه کې دوره یې خدمت کاوه او له یوه ځایه به بل ځای ته انتقالېدل او دې کار به د دوي وخت ضایع کاوه ځکه له سیمو سره بلدیدو ډیر وخت غوښت.
ورځپاڼه زیاتوي، چې د امریکا د دفاع د وزارت د نوي پروګرام له مخې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو د قوماندانۍ په څرنګوالي کې نور تغیرات هم راغلي.
د دې تغیراتو له مخې پرته له څو محدودو ټولیو نور د امریکا ټولې قواوې له یوې قوماندانۍ دستور اخلي. تردې مخکې د امریکا کومانډو يي ځواکونو له دې کړۍ دباندې فعالیت کاوه او زیات ملکي تلفات هم د دې ډول عملیاتو په نتیجه کې رامنځ ته کېدل.
د نوي پروګرام پر اساس ټول بهرني ځواکونه، په خاص ډول د افغانستان په جنوب کندهار او هلمند کې مېشت عسکر به د امریکايي قواوو تر قوماندې لاندې فعالیت کوي.
وال ستریټ ژورنال لیکي، چې د امریکا د قواوو په تشکیل کې دا تغیرات ښکاره کوي، چې د امریکا د دفاع وزارت ورځ په ورځ په افغانستان کې د دې قواوو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرېسټل د پالیسیو د عملی کولو لپاره هڅې پياوړې کوي.
ګارډين:
ګارډین ورځپاڼې هم په افغانستان کې د امریکايي عسکرو پر ژوند یوه مقاله خپره کړې، چې په یوه برخه کې یې راغلي، له دې وروسته به په کندهار کې د امریکا د پوځې اډې عسکر په مک ډونالډ، پیتزه هاټ، برګر کنګ او نورو ریسټورانټونو کې له خوراکه محروم شي.
ورځپاڼه زیاتوي، جنرال سټنلي مک کرېسټل د کندهار په هوايي اډه کې د دې رسټورانټونو د بندولو پرېکړه د دې لپاره نه ده کړې چې دا خواړه غوړ او غیر صحي دي. بلکې دا پرېکړه یې ځکه کړې ده، چې دی فکر کوي، په داسې ځاې کې چې د طالبانو په ضد جګړه لا پاې ته نه ده رسیدلې د دې ډول غربي ریسټورانټونو موجودیت مناسب نه دی.
ګارډین زیاتوي، له دې وروسته به د امریکا په دوو سترو پوځي مرکزونو کندهار او بګرام کې د رقص محفلونه او د قیمټي موټرو د نندارتونونو جوړلو په څير نور تفریحي پروګرامونه هم بند شي.
د ګاردین په لیکنه، دا خبر ښايي هغو امریکايي عسکرو ته چې له دې قرارګاه دباندې خدمت کوي په زړه پورې وي ځکه هغوی ته کله هم داسې امتیازات نه دي مساعد شوي.
په لویو مرکزونو کې د دې ډول امتیازاتو موجودیت ته د یو ډول بې عدالتۍ په سترګه کتل کېدل.