د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۱

پنجشنبې د وري ۵ مه

ویسا:

ويسا ورځېاڼې په افغانستان كې د ايران لاسوهنې ته په اشارې سره د امريكايي چارواكو له قوله ليكلي دي، چې ايران په افغانستان كې د امريكا هڅې كمزورې كوي.

په مطلب كې راغلي، چې ايران بايد د افغانستان له حكومت او ملت سره همغږى واوسي او رغنده اړيكې دې ورسره وپالي.

ورځپاڼې په يوه تحليلي مطلب كې د افغان دولت او اسلامي حزب ترمنځ وروستۍ خبرې اترې څيړلي دي او پوښتلي يې دي، چې ايا له اسلامي حزب سره تفاهم به په هېواد كې سوله راوستلاى شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې په افغان دولت انتقاد كړى، چې له خپلو مخالفينو سره نرم چلند كوي.

په سرمقالې كې راغلي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر يو داسې كس خپل مرستيال ټاكلى چې د كابل د څرخه پله له زندان څخه ازاد شوى و.

انيس دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې د افغانسنان په بيارغونه كې د چين په رول تبصره كړې او ليكلي يې دي، چې دغه هېواد په افغانستان كې لا پياوړي او رغنده رول لوبولى شي.

ورځپاڼې همداراز په خپل لومړي مخ كې له بيچنګ څخه د جمهور رييس حامد كرزي د كتنې څو عكسونه هم خپاره كړي دي.

ملي ارمان ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په ايران انتقاد كړى، چې د نشه يي مواد افغان قاچاق وړونكي په اعدام محكوموي خو د هغوى ايراني ملګري بيا له زندانه ازادوي.

هشت صبح:

د هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله په واشنګټن كې د امريكا د متحده ايالاتو او پاكستان د روانو ستراتيژيكو مذاكراتو په اړه ده.

د سرمقالې ليكوال په باور پاكستان هڅه كوي، چې د افغانستان پر سر له امريكا نه باج واخلي.

هشت صبح په يوه بل مطلب كې چين ته د جمهور ریيس حامد كرزي سفر هم څيړلى دى او چين يې په سيمه يېزو معاملو كې يو مهم لورى بللى.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په افغانستان كې د امريكا په پاليسيو انتقاد كړى او د يوې چينايۍ ورځپاڼې په حواله يې ليكلي دي، چې د افغانستان روانې ستونزې د امريكا د ځان غوښتنې د پاليسيو نتيجه ده.

په مطلب كې په دې ټينګار شوى، چې د افغانستان مساله يوازې په امريكا پورې اړه نه لري بلكې دا يوه نړيواله مساله ده.

سرنوشت په خپلې سرمقالې كې په اروپا كې د افغان پناه غوښتونكو د شمير ډيريدو ته اشاره كړې او ليكلي يې دي، چې دا بهير په افغانستان كې په شاتګ ښيي.

په سرمقالې كې راغلي، چې افغان دولت بايد په خپلو سياسي او اقتصادي تګلارو كې ژور بدلونونه راولي، چې له هېواده د ځوانانو د تيښتې مخه ونيسي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په يوه مطلب كې د اسلامي كنفرانس د مشر هغه خبره راخيستې چې ويلي دي، بهرنيان دې له افغانستانه په وتلو كې بيړه نه كوي.

خدمتګار همداراز په يوه بل تحليلي مطلب كې په واشنګټن كې د امريكا او پاكستان وروستيو ستراتيژيكو مذاكراتو ته په اشارې سره ليكلي دي، چې پاكستان د لا ډيرو امتيازاتو په لټه كې ده.

هېواد او اصلاح:

هيواد او اصلاح دولتي ورځپاڼو هم بېلابېلو تحليلي مطالب خپاره كړي دي.

هېواد په خپلې سرمقالې كې په افغانستان كې د سولې لپاره روانې هلې ځلې څيړلي دي او په دې يې ټينګار كړى، چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د سولې، مفاهمې او خبرو اترو د لارې له راخپلولو پرته بله چاره نشته.

خو اصلاح بيا په دې اړه په يوه مطلب كې پوښتلي دي، چې ځينې كورنۍ او بهرنۍ كړۍ ولې د سولې په لار كې خنډونه رامنځ ته كوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG