د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۱

سې شبې د وري ۳یمه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو مطالبو او سرمقالو کې د افغانستان روان حالت، په ایران کې روزل شویو وسله والو طالبانو او له حزب اسلامي ګوند سره د ولسمشر کرزي خبرو اترو ته اشاره کړې، چې زموږ همکار زبیر ژمن ورته لنډه کتنه کړې

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په لومړي مخ كې د سنډې ټايمز ورځپاڼې د راپور په حواله ليكلي دي، چې ايران په افغانستان كې د ناټو د له منځه وړلو لپاره وسلوال طالبان روزي.

ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ روانې خبرې اترې څيړلي او په دې يې ټينګار كړى، چې روغه جوړه بايد د افغانستان د اساسي قانون په چوكاټ كې وشي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې د لاس انجلس ټايمز امريكايي ورځپاڼې د راپور په استناد ليكلي دي، چې امريكا غواړي په بګرام كې د ګوانتانامو په شان زندان جوړ كړي.

ورځپاڼې په دې اړه د ځينو افغان كارپوهان انتقادونو ته اشاره كړی، چې ويلي دي، د امريكا دا اقدام د افغانستان خپلواكي تر پوښتنې لاندې راولي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې ليكلي كې دي، چې يو كاناډايۍ ښځه په ننګرهار كې د نارنج له ګل نه عطر جوړوي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې د افغانستان د وزيرانو شورا د اونيزې غونډې د جريان راپور خپور كړى او ليكلي يې دي، چې په دې غونډه كې د سيمه يېزو ادارو پاليسۍ تصويب شوه.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې ليكلي دي، چې د جمهور ریيس لومړى مرستيال له ايراني چارواكو سره په كتنې كې له هغوى څخه غوښتي، چې افغان زندانيان دې خپل هېواد ته وسپارل شي.

ویسا:

ويسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې د لومړي مخ په غټ سرليك كې كښلي، جمهور رييس حامد كرزى له حساسو سيمه يېزو مسايلو او ازمويښتونو سره مخ دى، ځكه چې په خپل هېواد كې بايد د ګاونډيو او لويديزو هېوادونو د ګټو توازن وساتي.

په مطلب كې د يوه افغان كار پوه نظر راخيستل شوى، چې ويلي يې دي، كه چيرې پاكستان په د افغانستان د سولې په پروسه كې شامل نه شي، نو په دې برخه كې د هرپلان د شنډولو توان لري.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د امريكا د استخاباراتي شبكې د مشر په حواله ليكلي دي، چې وايي په دې اړه تلټنې كوي چې ايا د ملابرادر او نورو طالب مشرانو نيول په افغانستان كې د سولې له پروسې سره څه مرسته كولاى شي.

افغانستان ټايمز انګليسي ژبې ورځپاڼې په ننګرهار كې د يوه ډله يېز قبر د كشف خبر وركړى او ليكلي يې دي، چې په دې ډله يېز قبر كې د شاوخوا زرو كسانو مړي موندل شوي دي.

ورځپاڼې همداراز چين ته د جمهور رييس حامد كرزي د سفر په اړه يو مطلب كې ليكلي دي، چې جمهور رييس به په دې سفر كې له چينايي چارواكو سره يو لړ سوداګريز تفام ليكونه هم لاسليك كړي.

انیس:

انيس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې په افغانستان كې له وسلوالو مخالفينو سره د ايران د مرستو موضوع څيړلي او پوښتلي يې دي، چې ګاونډيان له افغانستانه څه غواړي؟

هېواد:

هيواد ورځپانې د خپلې نننۍ ګڼې په يوه غټ سرليك كې د ډنمارك د صدراعظم د مرستيالې او بهرنيو چارو وزيرې خبره راخيستې چې ويلي دي، هېواد يې په افغانستان كې د ملي پخلاينې د بهير ملاتړ كوي.

هيواد ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې همداراز له جمهور ریيس حامد كرزي سره د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د هيات د كتلو خبر هم خپور كړى او د جمهور رييس د يوه وياند له قوله يې ليكلي دي، چې دغه اوه كسيز پلاوي د سولې او روغې جوړې لپاره له يوې طرحې سره كابل ته راغلى دى.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG