ډیلي تیلیګراف:
ډیلي تیلیګراف ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په ایران کې د طالبانو د روزنی د ادعاوو موضوع په یوه مطلب کې څیړلې او د پیل په کرښو کې د سنډې ټایمز د راپور په حواله لیکي:
ایراني امنیتي چارواکي سخت دریځي وسله وال روزي، چې په څه ډول پرامنیتي پوستو، پرغرنیو اډو او کاروانونو حملې وکړي او هم د سړکونو په غاړه مرګوني بمونه ښخ کړي.
ورځپاڼه لیکي د وسله والو طالبانو ډلو ته د ایران د زاهدان ښار ته نږدې په یوه کمپ کې د ایران په لګښت په یوه درې میاشتني کورس کې روزنه ورکړل شوې ده.
ډیلي تیلیګراف لیکي، د افغانستان په غزني ولایت کې د طالبانو یوه ټیټ رتبه قوماندان د خپل نوم د نه ښودلو په شرط سنډې ټایمز ته ویلي، چې ایران د دغه سفر ټول لګښتونه پرې کړي.
ده ویلي موږ یواځې ایران ته د تګ لګښت په خپله پرې کړ او کله چې هلته ورسیدو، ایراني چارواکو زموږ د سفر پیسې هم بېرته راکړې.
سندې ټایمز د طالبانو د دوو قوماندانانو، چې نومونه یې نه دي ښودلي په حواله لیکلي، د روزنې دغه کورس تېرکال په ژمي کې پيل شو او وایي، چې دوی نه پوهیږي چې روزونکي یې پولیس، پوځیان او که د استخباراتو د ادارې غړي وو.
دواړو قوماندانو ویلي، چې ایران دوی په وسلو سمبال کړي او دغه وسلې یې د خرو اوښانو او اسونو په ذریعه افغانستان ته انتقال کړي دي.
ډیلي تیلیګراف لیکي، بریتانوي او امریکایي چارواکو پخوا ویلي وو، چې د تهران د رژیم او د سپاه پاسداران انقلاب ځواک ځینو عناصرو په هلمند کې له وسله والو سره مرسته کړې خو دا مرسته په هغه حد کې نه وه، چې په دې هېواد کې د ایتلافي ځواکونو پرضد د جګړې پرتعادل اغیز وکړي.
ورځپاڼه لیکي د ایران شیعه مذهبه رژیم په خپلو سرحداتو کې د امریکا حضور ته د شک په سترګه ګوري خو په ګاونډ افغانستان کې د طالبانو یوسخت دریځي رژیم هم نه شي زغملی.
تېرکال د افغانستان د سرحدي چارو مسولینو ویلي وو، چې د ټانک ضد ماینونو په شمول چاودیدونکي وسیلې په منظم ډول د ایران له پولو افغانستان ته اړول کیږي.
والسټریت ژورنال:
والسټریت ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د سخت دریځو وسله والو له خوا د سړک د غاړې د سترو بمونو د جوړولو او له هغو پرمختللو مهماتو څخه د استفادې د زیاتوالي په اړه، چې په عراق کې ترې کاراخیستل شوی او هره امریکایي پوځي وسیله له منځه وړي، یومطلب خپور کړی دی او لیکي، دغه پرمختللې وسیلې چېIED نومیږي او په کور کې جوړیږي، د عراق د جګړې په څېر د افغانستان په جګړه کې هم ډېره د استفادې وړ وسله ګرځیدلې ده.
ورځپاڼه لیکي تېرکال د دغو چاودېدیونکو وسلو په ذریعه څه باندې اته زره حملې شوي، په داسې حال کې چې دا رقم په ۲۰۰۷ کال کې ۲۶۷۷ حملو ته رسېده.
ورځپاڼه لیکي، یواځې دغه وسیلې د امریکایي او د ناټو د تړون د ځواکونو د زیاتو تلفاتو سبب شوی. د احصایو له مخې تېر ۲۰۰۹ کال د وژل شویو ۴۴۹ سرتیرو ۲۷۵ یې د دغو وسیلو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د روان کال راهیسې د دغو وسیلو په چاودنو کې د ناټو ۶۸ عسکر وژل شوي دي.
امریکایي قوماندانان اټکل کوي، چې د دغو وسیلو له امله به اوس چې نور امریکایي ځواکونه د افغانستان جنوب او ختیځ ته ځي، هغو سیمو ته چې د سړک د غاړې په بمونو ترډېره حده پوښل شوی، تلفات لاپسې زیات شي.