لاس انجلس ټایمز:
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې، چې امریکا ښایي په افغانستان کې له زندان څخه زیات کار واخلي، یو مطلب خپور کړی او د پیل په کرښو کې لیکي:
سپینه ماڼۍ پر دې مسلې، چې ایا په افغانستان کې د امریکا په پوځي اډه کې نړېوال مشکوک تروریستان ځای پرځای کړي که نه؟ غور کوي.
دا خبره امریکایي چارواکو کړې، چې د ورځپاڼې په وینا دا به د ګوانتانامو زندان په څیر، چې سپینې ماڼې یې د تړلو ژمنه کړې، د بل زندان د جوړېدو په مانا وي.
لاس انجلس ټایمز لیکي، د دغه پلان په وړاندې، چې ولسمشر بارک اوباما یې هم باید منظور کړي سرله اوسه د حکومت د ننه مخالفتونه راپورته شوې دي.
په افغانستان کې د امریکایې او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کريسټل او نورو لوړ رتبه چارواکو له دغه پلان سره سخت مخالفت څرګند کړی او ویره یې ښودلې، چې د باګرام په هوایی اډه کې د زندان پراخول به په دی هېواد کې د امن او ثبات د ټینګولو کار لا پسې ستونزمن کړی.
لاس انجلس ټایمز وړاندې د یوه پوځي چارواکي په حواله لیکي، چې په بګرام کې شاوخوا اته سوه بندیان، چې له لسو کم یې بهرني سخت دریځې دي ساتل کیږی.
دغه بهرنیان نه په افغانستان کې د ننه او نه هم د افغانستان پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې نیول شوې.
ورځپاڼه لیکي، د باګرام او ګوانتانامو زندانونو ته د اوباما د ادارې د پیل راهیسې نورمشکوک کسان له بهره نه دي انتقال شوې.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، د بندیانو پر موضوع بحث په ورستېو اونیو کې وروسته له هغه تود شوی، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قوماندان افغان حکومت ته د باګرام زندان د چارو د سپارلو پلان اعلان کړ.
نیویارک ټایمز:
نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د مخدره موادو ستونزه په یوه مقاله کې څیړلې ده.
نیویارک ټایمز لیکي، په مارجه کې چې د طالبانو واکمني په کې ټینګه وه، د افغانانو د ملاتړ د حاصلولو هلې ځلې هغه مهال له خنډ سره مخامخ شوې، چې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندانانو په سیمه کې د مخدره مواده د له منځه وړلو په چاره کې غیر معمولي دریځونه خپل کړل.
نیویارک ټایمز لیکي، له جنرال مک کريسټل نه نیولی د هغه تر مادونانو پورې د ټولو دریځ روښانه وو، د ناټو د یوه چارواکي په وینا امریکایې ځواکونه نور د کوکنارو فصلونه له منځه نه وړي.
ورځپاڼه لیکي، تاریاک په مارجه کې، چې تېره میاشت د پراخو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له کنټروله وایستل شوه، په سلو کې له شپیتو نه تر اویا پورې د بزګرو د ژوند د معیشت اساسي منبع بلل کیږي.
امریکایي پلې سمندري ځواکونه به له حکم سره سم په سیمه کې پاتې کیږي او د بزګرو پر فصلونو به غرض نه کوي.
نیو یارک ټایمز لیکي، دې مسلې په افغان چارواکو کې اختلافات رامنځ ته کړې دي.
یوه ډله یې د امریکایانو د دغه دریځ ملاتړ کوي، خو نور د اساسي قانون له مخې د کوکنارو په له منځه وړلو ټینګارکوي او وایې، چې مخکې له دې چې د کوکنارو فصلونه را ټول شي باید کروندې واړول شي.
نیویارک ټایمز د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د وزارت د ویاند زلمی افضلي خبره را اخیستي، چې وایې، دا څنګه امکان لري، چې په مارجه کې د امنیتي ځواکونو په موجودیت کې د کوکنارو فصلونو را ټولولو ته اجازه ورکړل شي، د کوکنارو هغه حاصلات چې د ده په وینا په یو ډول نه یو ډول په نړۍ کې د انسانانو د مرګ سبب کیږي.
افضلی وایې، دافغانستان په هر ولایت کې چې کوکنار کرل شوي، نا امني هم ورسره تړلې ده.