فاینینشل ټایمز:
فاینینشل ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د نوې کابینې د سرنوشت په اړه تردې سرلیک لاندې "د کرزي د کابینې یوشمېر وزیران بیاهم رد شول" یوه مقاله خپره کړې ده.
فاینینشل ټایمز لیکي، ولسمشر کرزی به له خپلې نیمګړې کابینې سره د لندن په کنفرانس کې ګډون وکړي.
د ورځپاڼی په وینا د نوي کابینې نه بشپړېدل، د ولسمشر کرزي سیاسي کمزوري په ډاګه کوي.
فاینینشل ټایمزلیکي، د بریتانیا صدراعظم ګورډن براون به د دې کنفرانس چې په کې به د نړۍ د څه باندې شپېتو هېوادونو استازي ګډون وکړي کوربه وي.
د ورځپاڼې په وینا دا کنفرانس ولسمشرکرزي ته د دې امکان ورکوي، چې د افغانستان د امن کولو په مقصد خپل پلانونه اروپایي هېوادونو ته وړاندې کړي.
فاینینشل ټایمزوړاندې لیکي، انتقاد کونکي وایي، چې د بهرنیو چارو او د مخدرموادو په وړاندې د مبارزې د وزارتونو مقامونو ته د اشخاصو له ټاکل کېدو داسې بریښي، چې ولسمشر په یوه ډول غواړي د هغو قدرت غوښتونکو شاه وټپوي، چې له ده سره، یې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې مرسته کړې ده.
د ولسي جرګې غړی داود سلطان زوی فاینیشل ټایمز ته ویلي، چې ټول دغه افراد به ښاغلي وي او هېڅ موثر کار به ترسره نه شي کړای.
فاینینشل ټایمز لیکي، امریکا او بریتانیا دواړه د کابل له حکومته غواړي، چې دې هېواد ته د اضافي عسکرو د استولو په بدل کې باید له ادارو څخه د فساد جرړې وباسي او یو سالم حکومت رامنځته کړي.
حریت:
د ترکیی د حریت ورځپاڼه د افغانستان په اړه په یوه خپاره کړي مطلب کې لیکي، چې امریکا د افغانستان لپاره ستراتیژي نه لري ځکه دې هېواد هیڅکله هم د یوې ستراتیژۍ د لرلو لپاره ښکاره هدف نه درلود.
ورځپاڼه لیکي، مجازاتي عکس العملونه، د ژمنو ورکول او افراطي چلندونه ستراتیژي نه شي کیدای.
حریت لیکي، یوه ستراتیژي هغه وخت شکل نیسي، چې مشخص هدف موجود وي.
د ورځپاڼې په باور امریکا په افغانستان کې له عمل څخه اندیشې ته مخه کړې، حال دا چې منطقي مسیر برعکس له اندیشې څخه عمل ته دی.
حریت لیکي د یوې ستراتیژی ارزښت د هغې له هدف سره تړلی دی او د ستراتیژي د هدف ارزښت هم په دې کې نغښتی دی، چې له موجوده حالاتو څخه یوسم درک واخیستلی شي.
حریت مخکې لیکي، یوه ستراتیژۍ هغه وخت رامنځته کیږي، چې د مراتبو دغه سلسله په کې په پام کې ونیول شي، د یوه هېواد ملي ګټې مشخصې او هغه په موثره توګه تعقیب شي.