د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۳

چهار شنبه د جنیور ۱۳مه

انټرنشنل هیرالډ تربیون:

انټرنشنل هیرالډ تربیون ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې، (له دي نور ژمی هم په افغانستان کي د شخړو د زیاتیدو مخه نه شي نیولای) تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یې راغلي:

په تېرو وختونو کې به د هوا په سړېدو او د تلو راتلو د ستونزو له وجې په افغانستان کې جګړې بندیدلې او بېرته به یې په پسرلي کې زور اخیسته.

خو سږکال حالت بدل شوی، اوس چې ساړه اوج ته رسیدلي بیا هم د اییتلافي ځواکونو او طالبانو حملې دوام لري او خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورځپاڼه په دې وروستیو کې په افغانستان کې د څو تنو امریکایي او لویدیځو هیوادونو د عسکرو مړیني ته اشاره کوي او لیکي، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د شمېر په زیاتېدو سره د وسله والو حملې هم زیاتې شوی دي.

په هر ځای کې په بهرنیو ځواکونو د میانونو چاودنې او بمي حملې کیږي او د دې ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
له بلې خوا په دې وروستیو کلونو کې طالب وسله والو د افغانستان په جنوب کې ځیني هوارې سېمې نیولي او مجبور نه دي، چی په ژمي کې غرونو ته پورته او لاري پري بندي شي.

انټرنشنل هیرالد تربیون زیاتوي، د ډیورنډ له کرښې اخوا د طالبانو په ضد د پاکستان د پوځي عملیاتو له وجې په طالب وسله والو ساحه تنګه شوي او افغانستان ته اوښتي او د بهرنیو ځواکونو په ضد یې حملو ته زور ورکړی دی.

ورځپاڼه د امریکا د بروکینز څړنیز مرکز د یوه راپور په حواله لیکي، د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸ کلونو په پرتله، د ډسمبر میاشت کي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تلفات شپږ برابره وو او د نورو هېوادونو د ځواکونو مرګ ژوبله په سلو کي ۲۹ زیاته شوې ده.

لندن ټایمز:

لندن ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د خلکو د هیلو او راتلونکي ته د خوشبینۍ په اړه یو مضمون لیکلي او زیاتوي، چې په افغانستان کې له شخړو سره سره د دې هېواد خلک راتلونکی ته زیات هیله من دي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان جګړه د یوې وسله والې شخړې په ځاي اصلا د مفکورو یوه جګړه ده.

ټایمز په افغانستان کې د وروستۍ نظر پوښتني په اساس لیکي، د افغانانو په سلو کې اویا پوښتل شوي کسان په دې نظر دي، چې هېواد یې په سم لورې په حرکت کې دی او په سلو کې ۶۹ افغانان د طالبانو له بیا واکمن کېدو سره مخالف دي.

د ټایمز په باور، په سلو کې شاوخوا ۴۴ کسان په دې باور دي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات عادلانه وو، خو په خپله د حامد کرزي محبوبیت په سلو کی ۷۲ ته پورته شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، د خلکو د ژوند د سطحي پورته کېدو، برېښنا او کارونو پیدا کېدو ته د افغانانو هیلې زیاتې شوی دي. خو د هلمند په څېر په ځینو ولایتونو کی راتلونکې تیاره بریښي.

لندن ټایمز لیکي، په ټول افغانستان کې د پوښتل شویو کسانو په سلو کې لس په دی باور دي، چې طالبان به د افغانستان حکومت له پښو وغورځوي خو په سلو کي ۹۰ افغانان بیا دا نظر نه لري.

په سلو کې ۴۱ افغانان باور لري، چي په هېواد کې به کارونه زیات شي او په سلو کې ۵۱ افغانان دا مهال لاسي یا موبایل ټیلفونه لري، چې دا نوی تکنالوژي ته د خلکو د لاس رسۍ یو ښکاره مثال دی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG