واشنګتن پوسټ:
واشنګتن پوسټ ورځپاڼې تردې عنوان لاندې، چې کرزي د خپلې نوې کابينې لست ولسي جرګې ته وړاندي کړ يو مطلب خپور کړي او ليکي، د هغه پخوانيو جهادي قوماندانانو يا جګړه مارانو، چې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې يې د جمهور ريیس حامد کرزي سره مرسته وکړه او د هغو ځوانو سياست مدارانو تر منځ، چې د اصلاحاتو څخه پلوي کوي لويه سيالي روانه ده.
د ورځپاڼې په وينا په نوي لست کې، چې شپاړلس غړي لري ډیري يې نا پيژندل شوي کسان دي.
د واشنګتن پست ورځپاڼې په تحليل کې راغلي دي، په دې لست سره ښاغلي کرزي غواړي قدرت ته د جګړه مارانو د رسېدو مخنيوي وکړي.
خو ځيني تنقيد کونکې بيا وايي، چې د نوي معرفي شوي لست ځيني وزيران د کارکولو تجربه نه لري او په کارونو کې د دوی صلاحيت له پوښتنې سره مخامخ کوي.
په ولسي جرګې کې د بدخشان وکيلې فوزيې کوفي واشنګتن پوسټ ته ويلي دي، مونږ نور نه غواړو چې په افغانستان کې د پخوانيو قدرت طلبو له خوا اداره شو.
ميرمن کوفي زياتوي، نوې څيرې ښه خلک ښکاري خو د مخکنيو ادرسونو له خوا ولسي جرګې ته معرفي شوي دي.
امريکايي ورځپاڼه واشنګتن پوسټ ليکي، ځيني کارپوهان شک لري، چې د افغانستان ولسي جرګه به د جمهور ریيس حامد کرزي د کابينې د نويو معرفي شويو غړو څخه ملاتړ وکړي .
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون يو مشر نادر نادري ورځپاڼې ته ويلي، چې په نوي لست کې د درو ښځو نومونه هم شته، چې دا د پخواني لست په پرتله يو مثبت کار دی.
خو ښاغلي نادري زياته کړه، چې ځينو څېرو په پخواني حکومت کې هم کار کړی دی او لا هم د پخوا يې قدرت غوښتونکو په خدمت کې دي.
انډیپنډنټ:
د انګستان انډیپنډنټ ورځپاڼې بيا تر دې سرليک لاندې، چې طالبان له لرګو څخه داسې بمونه جوړوي، چې په اساني نه پيژندل کيږي يو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه ليکي، چې دغه له لرګو څخه جوړ شوي بمونه ډېر خطرناک او د زياتې مرګ ژوبلې باعث ګرځي.
انډیپنډنټ ورځپاڼه زياتوي دغه بمونه اصلا د کشف وړ نه دي، ځکه د هغه په جوړولو کې له فلزاتو او يا برقي وسايلو څخه استفاده نه کيږي.
کرس هنټر، چې يو پوځي کارپوه دی او پخوا يې په عراق کې هم کار کړی دی وايي، دغه نوي بمونه په پاکستان کې جوړيږي.
ورځپاڼه په افغانستان کې د يوه انګليسي قوماندان له خولې ليکلي، چې د دې نويو بمونو د کثف تر ټولو ښه لاره روزل شوي سپې دي، خو دا کار زيات وخت او زياتو سپيو ته اړتيا لري.
ورځپاڼه زياتوي اوس په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د موټړونو کاروانونه په ډير رو ډول په سړکونو حرکت کوي او هره شيبه د خپل حرکت مسير ته تعغير ورکوي تر څو په دې توګه د لرګيو څخه د جوړو شويو بمونو د چاودنې له خطر څخه، چې د سړکونو په منځ کې ايښودل کيږي ځانونه وساتي.