د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۷

یکشنبه د جنوري ۱۰ مه

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د نوي کابینې، د لندن د افغانستان په اړه د لندن غونډې او افغانستان ته د امریکايي نوو عسکرو د لېږلو په اړه مطلب خپور کړی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان د نوي کابینې د لیست په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یې راغلي:

"په افغانستان کې د جمهوري ریاست له انتخاباتو څخه پنځه میاشتي وروسته لا هم په دې هېواد کې یو کاري حکومت نه دی جوړ شوی."

جمهور رییس کرزي تېره اوونۍ د خپلې کابینې د ۲۴ وزیرانو لیست ولسي جرګې ته وړاندې کړ، ولسي جرګې یوازې ۷ تنو ته د اعتماد رای ورکړې او پاته ۱۷ کسان یې رد کړل.

په دې کار سره په افغانستان کې د اداري فساد د له منځه وړلو او اداري اصلاحاتو کارونه شاته غورځیدلي دي.

د ورځپاڼې په باور، د افغانستان ملی شوری د کابینې د تایید او یا رد په عملیې کې تر اوسه پوره استقلال ښودلی او داسې بریښي، چې اکثر پرېکړې یې سنجول شوي او په ځای دي.

ولسې جرګې حامد کرزي ته دا فرصت هم ورکړ، چې یو تګړه او فعاله ټیم جوړ کړي او هر څومره ژر چې وي خپل کار باید پیل کړي. دا ځکه، چې افغانستان د ځنډ او خنډونو له وجې زیات تاوانونه ګاللي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، د جنورۍ په ۲۸ مه به جمهور رییس حامد کرزی د انګلستان او ملګرو ملتونو په ملتیا په لندن کې د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي او د افغانستان په ستونزو به خبرې وکړي.

جمهور رییس کرزي ژمنه کړي، چې د لندن په کنفرنس کې به د اداري فساد د له منځه وړلو او افغان ځواکونو ته د امنیتې مسولیتونو د سپارلو یو پلان او طرحه وړاندې کړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، دا مهال د خلکو سترګې ناټو، ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې ته اوښتي، چې له دوی نه واوري دوی په افغانستان کې د چارو د ښه والي لپاره څه کوي؟

د ورځپاڼې په عقیده، که چیرې دوی په افغانستان کې د بري په تمه وي، نو دې مقصد ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې یوه صادق او د باور وړ حکومت ته اړتیا ده، چې خپلو خلکو ته د لازمو خدمتونو جوګه وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه بل مضمون کې افغانستان ته د نورو امریکایي عسکرو د استولو ورو حرکت ته اشاره کړي او لیکي، د سپينې ماڼۍ جګ پوړي مشاورین د دفاع وزارت له خوا افغانستان ته د نورو دېرشو زرو عسکرو د استولو له ځنډ یا ورو حرکت څخه اندیښمن دي او وایي، د دفاع وزارت جګ پوړو پوځي او ملکي چارواکو په خپلې دې ژمنې کې، چې د ۲۰۱۰ کال تر اوړي پورې به دېرش زره امریکایي عسکر په افغانستان کې ځای په ځای شي، دوی ته ریښتیا نه دي ویلي او چل یې ورسره کړی.

ورځپاڼه لیکي، د جمهور رییس اوباما اداره وایي، دوی افغانستان ته د نویو عسکرو د ورواستونې مسولیت په غاړه اخلي.

د دې عسکرو د استولو پرېکړه جمهوررییس اوباما د ډسمبر په لومړۍ نېټې په عجلې کې کړې وه او هدف یې دا و، چې له طالب وسله والو سره د جګړې لوری بدل کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، په لومړي سر کې داسې اټکل شوی و، چې دا دېرش زره عسکر به د مۍ تر میاشتې په افغانستان کې ځای په ځای کیږي، خو څو ورځې وروسته په دې کار کې بدلون راغی او خبره داسې شوه، چې د دې عسکرو زیات شمېر به یې د راتلونکي اوړي تر نیمایي او یا تر پایه افغانستان ته ورسیږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG