د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۳

یکشنبه د جنورۍ درېمه

وال سټریټ ژورنال:

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې ”د سي، اى، اې په وړاندې ځانمرګى بريد په افغانستان کې د امريکا پر ستراتيژۍ شديده ضربه وه“. د ليکنې په يوه برخه کې راغل، هغه ځان وژونکى بريد چې په خوست کې د امريکايي پوځيانو په يوه اډه کې وشو، د سي، اى، اې اووه کارکوونکي په کې ووژل شول، دا پېښه په افغانستان کې د اوضاع حساسيت ښيي.

ورځپاڼه زياتوي، سي، اى، اې بايد په افغاني ټولنه کې د خپلو کارونو لپاره زيات کسان ولري، چې ورسره په تماس کې وي او معلومات راټول کړي، خو دا پېښه ښايي په خلکو کې د سي، اى، اې فعاليت راکم کړي، چې په دې توګه به د دې سازمان د کارکوونکو پر حرکتونو هم محدوديت وضعه شي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، ګومان کېږي د خوست برید د سي، اى، اې يوه ارتباطي سړي کړې، چې د ملي اردو درېشي يې په تن کړې وه، د امريکايي ځواکونو اډې ته ننوت او چاودنه يې وکړه. دې پېښې امنيتي چارواکو ته ټکان ورکړ.

د ورځپاڼې په حواله، سي، اى، اې ويلي دي، د دې پېښې غچ به اخلي. د چارواکو په وينا دا برید هغه خطر څرګندوي، چې سي، اى، ورسره په افغانستان کې مخامخ ده.

خو ورځپاڼه ليکي، د سي، اى، اې يوه ځوان کارکوونکي ويلي دي، دا برید به دوى مجبوره کړي، خپل حرکتونه محدود کړي، چې د ګواښونو مخنيوى وشي.

د دې مقام په خبره، په افغانستان کې د سي، اى، اې فعاليتونه هسې هم له محدوديتونو سره مله دي او دا عمل به وضعيت په داسې حال کې نور هم خراب کړي، چې ټاکل شوې ده د ځواکونو په زياتېدو سره بايد د دوى فعاليتونه پراخ شي.

نیویارک ټایمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې بيا دې پېښې ته له بلې زاويې کتلي او ليکي، د دې برید له کبله د طالبانو په ډلو کې هم د نظر اختلاف پيدا شوى.

ورځپاڼه په دې تبصره کې ليکي، افغان طالبان وايي، برید کوونکي د ملي اردو يو منصبدار و، چې زړه نازړه و، بالاخره يې په چاودېدونکو موادو ډک واسکټ واغوست او دې اډې ته ننوت.

له بلې خوا پاکستاني طالبان بيا ادعا کوي، چې برید کوونکۍ داسې څوک و، چې په خپله سي، اى، اې استخدام کړى و او وروسته يې له وسلوالو کسانو سره اړيکې ټينګې کړې او دوه طرفه جاسوسي يې کوله.

نيويارک ټايمز زياتوي، تر اوسه په دې اړه سي، اى، اې دقيق توضيحات نه دي ورکړي او ويلي يې دي، چې تحقيقات يې روان دي. خو د ورځپاڼې په باور، د طالبانو دغو دوو مختلفو ډلو هم پېښه سمه نه ده توضېح کړې، چې معلومه شي کومه يې رښتيا وايي.

په هر حال، دا برید پر سي، اى، اې شديده ضربه او د طالبانو کاميابي وه. د ورځپاڼې په باور، په دې سيمه کې زيات سخت دريځي او وزګاره خلک شته، چې دا ډول کاميابۍ کولاى شي دوى تشويق کړي چې له طالبانو سره ملګري شي.

صالح محمد صالح
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG