د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۷
انډي پنډنټ:

د انګلستان چاپ انډي پنډنټ ورځپاڼې د 2010 کال په لومړۍ ګڼه کې، په خوست کې د امریکايي استخباراتي مامورنیو د وژنې د پېښې په اړه یو مطلب خپور کړی، چې سرلیک یې دی، په افغانستان کې د اعتماد لپاره یوه بله ضربه او لیکي، د خوست په یوه پټه او لیرې پرته پوځي اډه کې په یوه ځان وژونکي برید کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA د ۷ مامورینو مړینه له یوې خوا په افغانستان کې د امریکا په پراخېدونکې جګړه کې د یوې استخباراتي ادارې د رول او له بلې خوا د انسانانو په طبیعت کې د خیانت څرګندونه کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، که امریکا او متحدان یې په هغه ګوریلایي جګړه کې، چې انعطاف او سنتي تکتیکونه یې خصوصیات دي، بریاليتوب غواړي نو په دې برخه کې د CIA پوهه او تجربه ډېر او ځانګړی اهمیت لري. خو له هرې خوا، چې ورته وګورئ، د خوست پېښه، په هغه هېواد کې چې بریتانویان، شورویان او نور متجاوزین په کې ناکام شوي دي، د ناټو د هڅو لپاره یوه ناکامي ده.

ټایمز، د لندن چاپ بلې ورځپاڼې بیا د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ښوونځي د زده کوونکو د وژنې د پېښې په اړه یو مطلب خپور کړی، چې په یوه برخه کې یې راغلي دي، د ولسمشرحامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا له امریکاییانو څخه د هغوسرتېرو د سپارلو غوښتنه کړې، چې د افغان حکومت او ملګروملتونو د څېړنو له مخې په نرنګ ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې یې دا زده کوونکي وژلي دي. دا د ملکي وګړو پر وژنه د نیوکې لپاره د افغانستان د حکومت لومړنی له غوسې ډک عکس العمل دی.

امریکايي چارواکي ټینګار کوي، چې د دوی پرسرتېرو برید شوی او وژل شوي ځوانان هغه کسان دي، چې په دې ځای کې يې بمونه جوړول. ټایمز وړاندې لیکي، د افغان چارواکو داغوښتنه د افغان حکومت او د هغه د ځواکمن نړېوال مرستندوی ترمنځ د لفظي جګړې څرګندونه کوي او دا لومړی ځل دی، چې ښاغلی کرزی بهرني ځواکونه مستقیماً د ملکي وګړو په وژنه کې دخیل او مسوول ګڼي.

د ټایمز ورځپاڼې په وینا، دا پېښه همدا راز د هغه حکومت دغوښتنو او ادعاوو انعکاس هم دی، چې د ناټو د غړو هېوادو له خوا په انتخاباتو کې د درغلۍ او اداري فساد له امله نیوکو سره مخامخ شوی دی او اوس غواړي له نوېو شرایطو سره سم نوی دریځ غوره کړي.


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG