وال سټریټ جورنال:
وال سټریټ جورنال ورځپاڼه لیکي، د جي سمیت په نامه د یوه امریکایي منصبدار د ځواکونو ټولګی، چې د افغانستان په ارګون کې ځای پرځای و، د القاعده شبکې او وسله والو طالبانو له خوا به پرې د راکټونو بریدونه کېدل.
پرکمشر جي سمیت او د هغه ملګرو د یاغیانو خلاف یوه ډېره ګټوره وسله درلوده، چې هغه هم د سیمې کوچنیانو او هلکانو ته د ښوونځي درسي او سپورتي لوازم، بوټان او جامې وې.
دغه مرستې د امریکا د مرستندویو موسسو له خوا دوی ته لېږل شوې وې، چې په خلکو یې وویشي.
کله، چې امریکایي سرتېرو دغه مرستې په کلیوالو وویشلې دوی له خپلې خوا امنیتي ټولګي جوړ کړل، چې د شپې له خوا ګزمې وکړي او د مخالفینو د تګ راتګ مخه ونیسي او له خلکو سره د ښو اړیکو په درلودلو د امریکایي سرتېرو ژوند خوندي کړ.
پر کمشر جي سمیت ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د امریکایي ولس د مرستو په نتیجه کې دغه بریالیتوب ما په خپلو سترګو ولید.
وال سټریټ جورنال ورځپاڼه وړاندې لیکي، کله چې ولسمشر اوباما څو اونۍ مخکې د افغانستان په اړه خپله نوی ستراتیژي اعلان کړه.
نو ده یوه مهمه موضوع پرېښوده، چې هغه د امریکا د ولس خپله مرسته او د دوی حسن نیت دی، چې ډېر پیاوړی تاثیرلري.
ورځپاڼه لیکي، چې د امریکایي ولس واقعي مرسته په افغانستان کې د بریالیتوب او ناکامی ترمنځ توپیر رامنځ ته کولای شي.
امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د بغاوت خلاف جنګ کوي او دا داسې یو جنګ دی، چې د خلکو ملاتړ په کې اساسي وڼده لري.
وال سټریټ جورنال ورځپاڼې د امریکا د سمندري ځواکونو د ګډې قوماندانۍ د مشر جنرال جیمس ماټېس دا خبره رااخیستې چې وایي، د افغانانو باور او ملاتړ د راجلبولو یوه لاره دا ده، چې موږ دوی ته د یوې بهترې راتلونکې هیله ورکړو، دوی د وسله والو مخالفینو پلوي پریږدي او امریکایي ولس په دې کې یو مهم رول لوبولای شي.
ګارډین:
د بریتانیې ګارډین ورځپاڼې بیا له د هلمند ناوې ولسوالۍ څخه د امریکا د اردو د لوی درستیز د روستۍ لیدنې په اړه یوه مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي، د امریکا د اردو لوی درستیز امیرالبحر مایک مولین دوه اونۍ مخکې د هلمند ناوې ولسوالۍ د بازار لیدنه وکړه.
دغه سیمه پخوا د طالبانو د فعالیتونو اډه ګڼل کېده او امریکایي ځواکونو د تېرو څو میاشتو د جنګ او تلفاتو په نتیجه کې سیمه امن کړه.
ورځپاڼه لیکي، د ناوې بازار څو میاشتې مخکې تش و، خو په تېر اوړي کې د امریکا د سمندري پیاده ځواکونو د عملېاتو په نتیجه کې مخالفین له سیمې لېرې کړای شول.
اوس سیمه دومره امن ده، چې د امریکا د اردو لوی منصبدار پرته له دې، چې زغرې یې اغوستې وي د بازار د دوکانونو لیدنه کولای شي.
دا باید وویل شي، چې له امیرالبحر مایک مولین سره د امریکایي سرتېرو یوه پیاوړی محافظت کوونکی ډله ملګری وه.
د امریکا د اردو لوی درستیز امیرالبحر مایک مولین د ناوې ولسوالۍ د لیدنې په مهال خبریالانو ته وویل، چې د امریکا د پوځ هدف دا دی، چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي او امنیتي مسولیتونه دوی ته وسپاري.
ده وویل، چې پوره ډاډمن دی، چې افغان ملي امنیتي ځواکونه به د امنیت د ټینګښت توان ولري.