واشنګټن پوسټ:
۲۰۰۹ کال، د یوه بي اغیزه ژوند یو کال، دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې سر لیک دی، چې په دوام کې یي راغلي، د ایران ولسمشرمحمود احمدي نژاد د سې شنبې په ورځ نه یوازې دا، چې د ایران د اټومي پرګرام په اړه یي د امریکا د ولسمشر بارک اوباما وړاندیز رد کړ، بلکه د خپل هستوي پروګرام د سپیناوي په اړه وروستۍ نېټې ته یي هم کوم اهمیت ورنه کړ او په مقابل کې یي وویل، تر هغې، چې امریکا د اټومي سروکو لرونکي اته زره توغندي لیری نه کړي دوي به د امریکا د وړاندیز په مقابل کې مقاومت وکړي.
واشنګټن پوسټ لیکي، په دې توګه ۲۰۰۹ میلادي کال، د مصروفیتونو، لاس غزونواو بخښنې غوښتنې کال و. په دی کال کې په مخفي ډول د ایران د یورانیمو د غني کولو فعالیتونو وښودله، چې دا هېواد اټومي طاقت ته نږدې شوی دی.
ورځپاڼه لیکي، موږ یو کال له لاسه ورکړ. دا هسې یو کال نه و. امریکا په دی کال کې په غیر عادي ډول فرصت له لاسه ورکړ.
خو دا کال په ایران کې، چې انتخاباتي شخړې او لانجې په کې راپورته شوې یو انقلاب و. په روانې اوونۍ کې بیا هم په ایران کې مظاهرې اوج ته ورسېدلې او خلک د دولت د مخالف مذهبي مشر ایت الله حسین علي منتظري په مړیني ویرجن شول.
واشنګټن پوسټ زیاتوي، ۲۰۰۹ کال داسې یو کال و، چې ایراینانو په کې د جمهوري ریاست د غلا شویو رایو د بیا شمارلو غوښتنه نه کوله بلکه د مذهبي دیکتاتور رژیم د نسکورولو اراده یي کړی وه.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د ایران د هستوي پروګرام په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخي کي یي لیکي، د ایران له روان سیاسي بحران مخکې زیاتره کارپوهان په دې نظر وو، چې د ایران اسلامي جمهوریت غواړي د اټومي وسلو د تولید لپاره خپل ظرفیت پراخ کړي، پرته له دې، چې په رښتیا دې اټومي وسلې تولید کړي، خو دا مهال ټول خلک بیا دا ډول فکر نه کوي.
د دې نظر د بدلون اصلي دلیل دادی، چې په ایران کې سپاه پاسداران انقلاب د تصمییم نیونې د یوه قوي او اصلي مرکز په توګه راڅرګند شو. د ورځپاڼې په باور، دا بدلون د ایران د نخبه ګانو تر منځ د سیاسي مبارزې نتیجه هم ده، چۍ د تصمیم نیونۍ د عملیې په اړه یي مخکنۍ ارزوني ټولۍ ختمې کړي.
په دې معنی، چې د واقعیت بینو کسانو غږونه یي چپ کړل او د اټومي همکاري ملاتړ یي هم ناممکن کړ.
هر څوک، چې له نړېوالې ټولنې سره د اټومي همکارۍ خبره کوي په هغه باندې لویدیځ ته د تسلیم شوي کس ټاپه وهل کیږي.
نیویارک ټایمز وړاندي لیکي، د ایران دي ډول دریځ د اسلامي جمهوریت له مشرتابه سره د امریکا د ولسمشربارک اوباما د اړیکو خلاصولو په مخکې خنډونه اچولي دي. دا مهال، چې ایران د هستوي پروګرام د سپیناوي په اړه د ټاکلې نېټې یا ظرب الاجل خیال هم ونه ساته، متحده ایالات او لویدیځ متحدین یي په ایران باندې د نویو اقتصادي بندیزونو د لګولو په لټه کې دي.
سیاسي کتونکي په دې اړه وایي، د امریکا او لویدیځ په دې عمل سره به د ایران افراطیان نور هم د واک په ګدۍ پاته شي او قدرت به حد اقل تر څه مودې پورې په خپل انحصار کې وساتي.